مزار شریف کې پر یو بس چاودنې مرګ‌ژوبله اړولې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بلخ ولايت موقعيت

مزار شریف کې پر یو بس چاودنې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

په مزار شریف ښار کې نن پر یوه بس چاودنې لږ تر لږه ۶ کسان ووژل او اوه نور یې ټپیان کړل.

د امنیه قوماندانۍ ویاند اصف وزیري وايي، پېښه سهار مهال د مزار شریف د درېیمې ناحیې په سیداباد څلور لارې کې د حیرتان د نفتي موادو د کارکوونکو د سپرلۍ د بس په لاره کې د ایښودل شوي ماین د چاودنې په نتیجه کې وشوه.

نن همدا راز د جلال اباد ښار د صرافۍ په بازار کې چاودنه وشوه.

په ننګرهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ په یو بیان کې ویلي چې چاودنه ماسپښین مهال تلاشۍ چوک ته څېرمه د پیسو د تبادلې په بازار کې شوې او شپږ کسان یې ټپیان کړي دي.

تر اوسه د دې چاودنو مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.