امریکايي چارواکي: اوکراین کې د روسیې جګړه به په ټیټه کچه روانه وي

د اوکراین د جګړې یو انځور

د امریکا استخبارات اټکل کوي چې اوکراین کې د روسیې جګړه به راتلونکو څو میاشتو کې هم په ټیټه کچه روانه وي.

د امریکا د ملي استخباراتو مشره اوریل هینیس وایي، دوی له مخکې نه د اوکراین په جګړه کې د کموالي نښې لیدلي او اټکل کوي چې راتلونکو میاشتو کې به هم د جګړې کچه همداسې روانه وي.

مېرمن هینیس د شنبې په ورځ د ریګان د ملي دفاع په کلني فورم کې وویل، اوکراین کې د جګړې دواړه خواوې د همدې ټیټې کچې جګړې پر مهال له ژمي وروسته یرغلیزو عملیاتو ته چمتوالی نیسي.

د نوموړې په باور، روسي پوځیان او د اوکراین وسله وال ځواکونه به د ژمي پر مهال د پوځي تجهیزاتو پر انتقالاتو او ځای پر ځای کولو تمرکز کوي.

د امریکا د ملي استخباراتو مشره اوریل هینیس

د رویټرز خبري اژانس په وینا د امریکا د استخباراتو دغې مشرې د ژمي پر مهال د روسیې پر چمتوالي شک هم څرګند کړی او ویلې یې دي، لا هم کره معلومه نه ده چې روسیه یرغلیزې پسرلنۍ جګړې ته چمتوالی نیسي او که نه، خو د اوکراین له خوا یې ورته چمتوالی د ډاډ وړ ښودلی دی.

پر اوکراین د روسیې ناموجه یرغل د ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ کې پيل شو، خو د څه باندې ۹ میاشتو په تېرېدو د جګړې د پای ته رسېدو څرک نه ښکاري.

د امریکا د ملي استخباراتو مشرې ویلي، په اوکراین کې جګړې د کییف اقتصاد ډېر زیانمن کړی، خو په خبره یې روسیه یې هم د پوځي تجهیزاتو له کمښت سره مخامخ کړې ده.

هینیس ویلي، روسیه له نورو هېوادونو پوځي تجهیزات ترلاسه کوي چې دې برخه کې یې د ایران او شمالي کوریا یادونه کړې ده.

شمالي کوریا او ایران بیا له دې وړاندې په رسمي ډول نه ده منلې چې ګواکې روسي پوځیانو ته تجهیزات ورکوي.

اوکراین کې د روسیې جګړه که څه هم د امریکایي چارواکو په وینا سړه روانه ده، خو په اوکراین کې یې له امله ګڼ خلک ساړه ژمي ته پاتې دي.

د اوکراین په یو شمېر ښارونو کې خلک د اوبو او برښنا له نشتون سره مخامخ دي او اوکرایني چارواکو یې وار وار په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.