پر ایف ایم او منځنیو څپو د ازادي رادیو د نشراتو بندېدل
پر ایف ایم او منځنیو څپو د ازادي راډیو د نشراتو بندېدل
Your browser doesn’t support HTML5
د ازادي راډیو/ د ازادې اروپا راډیو عمومي مشر په یوه پیغام کې ویلي چې دغه بنسټ پر ایف ایم او منځنیو څپو د خپلو نشراتو د دوام لپاره، د خبرونو د اصولو په لارښود کې بدلون نه راولي.
طالبانو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ازادي راډیو او اشنا راډیو خپرونې یې پر ایف ایم او منځنیو څپو بندې کړي دي.
د طالباتو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مشر عبدالحق حماد په یوه ټویټ کې د دغه اقدام دلیل «د خبریالۍ اصول نه مراعات کول او یو اړخیزې خپرونې» بللي.
د طالبانو دغه اقدام د بیان د ازادۍ او خبریالۍ د ملاتړو سازمانونو له خوا غندل شوی دی. افغانستان په نړۍ کې د خبریالانو لپاره یو له خطرناکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.
ازادي راډیو په لنډو څپو کې SW واورئ
۱۲۱۴۰ کیلوهرټز
۱۳۸۶۰ کیلوهرټز
۱۲۰۷۰ کیلوهرټز
۱۵۶۴۰ کیلوهرټز