د چين په شانګهای کې د لاريونوالو او پوليسو ترمنځ شخړه شوې

انځور - ارشيف

د چین په تر ټولو لوی او د نړیوالې سوداګرۍ په ښار شانګهای کې دغه مدني حرکتونو په تېره یوه لسیزه کې چې ولسمشر شي جین پینګ واک ته رسېدلی، بې ساري بلل شوي دي.

په ټول چین کې خلک د ولسمشر د هغې تګلارې په اړه ناهیلې دي چې نژدې درې کاله وړاندې يې د کورونا د صفر کولو په تړاو لاسلیک کړه.

د نړۍ په دغه دویم لوی اقتصادي هېواد کې لا هم کورونا ورځ تر بلې خلکو ته درانه تلفات اړوي.

رویټرز خبري اژانس د یوه مظاهره کوونکي خبرې را اخیستي چې ویلې یې دي: "زه دلته د دې لپاره راغلی یم چې هېواد سره مې مينه لرم، خو خپل حکومت مې نه خوښیږي، زه غواړم ازاد وګرځم، خو نه‌شم کولای، زموږ د کویډ-۱۹ تګلاره یوه لوبه ده، په علم او واقعیت نه‌ده ولاړه."

پر شانګهای سربېره مظاهره چیان پرون یکشنبه د وهان او خینګدو ښارونو سړکونو ته هم راوتلي وو او په پوهنتونونو کې محصلانو هم د شنبې او یکشنبې په ورځو مظاهرې وکړې.

د چين پوليس

نن سهار د ورځې په لومړیو ساعتونو کې شاوخوا زر مظاهره چیان په پلازمېنه پیکینګ کې د لیانګما سیند پر غاړه راټول شوي و او ویل یې ماسک او نور محدودیتونه نه مني.

چین کې مظاهرې وروسته تر هغه پيل شوې چې د پنجشنبې په ورځ په اورمچي ښار کې پر یوې هستوګنیزې ودانۍ کې اورلګېدنې لږ تر لږه لس تنه ووژل.

خلکو په ټولنیزو رسنیو کې د دغو تلفاتو لامل د کورونا له کبله وضع شوی قرنطین وباله.

فرانس پریس خبري اژانس ویلي، د چین پولیسو په شانګهای کې چېرته چې مظاهره چیان راټول شوي و او د سیاسي ازادۍ غوښتنه یې کوله، نن لږ تر لږه دوه تنه توقیف کړي دي.

د عیني شاهدانو او د فرانس پریس د خبریال په وینا پرون هم د څو تنو د توقیف خبرونه ورکړل شوي دي.

دا چې د مظاهرو په تړاو ټول څومره کسان نیول شوي، د شانګهای پولیسو په دې اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.

پر توقیف سربېره له مظاهره چیانو سره د پولیسو د شخړو راپورونه هم ورکړل شوي دي، فرانس پریس ویلي، پولیسو مظاهره چیان په زور تیت او پرک کول او د هغوی له مبایل ټیلفونونو یې اخیستل شوي انځورونه لرې کول.