بروکسل کې د اروپايي ټولنې غونډه؛ اروپا ته د کډوالو پر ورتلو خبرې کوي

د اروپايي ټولنې بيرغونه

د اروپایي ټولنې د کډوالو د چارو وزیران نن د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې غونډه کوي.

دوی دې ته اندېښنه لري چې اروپا ته د کډوالو ورتګ په زیاتېدو دی.

د کډوالو د منلو پر سر هم د اروپایي ټولنې د هېوادو ترمنځ اختلافات پر خپل ځای دی.

د اروپایي ټولنې د کډوالو د چارو د وزیرانو غونډه وروسته تر دې رابلل شوې ده چې ایټالیا او فرانسې پر دې اختلاف څرګند کړ چې د هغو کډوالو مسوولیت څوک واخلي چې د ایټالیا په سواحلو کې د غیر دولتي سازمان د یوې ژغورونکې بېړۍ له لورې ژغورل شوې دي.

ایټالیا وایي چې دا کسان دې له کشتۍ نه کوزیږي او ټول هېوادونه یې باید مسوولیت ومني.

د اروپایي ټولنې د قوانینو له‌مخې، هر هغه هېواد چې لومړی کډوال ورځي هغه یې د کوربه‌توب مسوول دی.

په دې اړه نور: د اروپايي ټولنې د کډوالو چارو وزيران نن بروکسل کې غونډه لري

د کډوالو نړیوال سازمان په وینا سږ کال تر اوسه تر څلور نوي زره ډېر کډال د مدیترانې د سمندرګي له لارې ایټالیا ته رسېدلي دي.

پروسږ کال په همدې مسیر د اوښتو کډوالو شمېر څه باندې اووه شپېته زرو ته رسېده."

د یونان د چارواکو په وینا د ایژن په سمندرګي کې د یونان ساحلي ګارډ او د اروپا د سرحدي ساتونکو ادارې د ګزمو له امله سږ کال قاچاقبرانو په وروستیو میاشتو کې د یونان د کریټ ټاپو جنوب لور ته اوږده او خطرناکه لار انتخاب کړې ده چې په مستقیم ډول ایټالیا ته ځي.

یونان، ایټالیا او اسپانیا هغه هېوادونه دي چې له افریقا، منځني ختیځ او یو شمېر نورو اسیایي هېوادو څخه کډوال ورځي.

یو له هغو هېوادو چې ډېر کډوال سږ کال ورغلي دي، کرویشیا ده.

بروکسل کې غونډه، انځور - ارشيف

د کډوالو د نړیوال سازمان د شمېرو له‌مخې کرویشیا ته سږ کال څلرویشت زره مهاجر رسېدلي دي او دا شمېره هم تېر کال کمه وه او اوولس زرو ته رسېده.

اکثر کډوال په ډېرو خطرناکو لارو اروپا ته ځي.

د یونان د ساحي ګارډ په وینا د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې یې شاوخوا یونیم زر کسان ژغورلي حال دا چې تېر کال په همدې موده کې د ژغورل شویو کسانو شمېر له ۶۰۰ زیات و.

د مهاجرت نړیوال سازمان وایي، په روان کال کې یې د مدیترانې د سمندرګي له لارې د نژدې دوه زره کډوالو مړینې او ترې تم کېدل ثبت کړي دي.