روبرټا مټسولا: طالبان ښځې له مخې لرې کوي او حقونه یې تر پښو لاندې کوي

د اروپا د پارلمان مشره روبرټا مټسولا

د اروپايي پارلمان مشره وایي، طالبان ښځې له مخې لرې کوي او اروپایي ټولنه غواړي چې افغان مېرمنې پرمختګ وکړي.

روبرټا مټسولا پرون په ټویټر کې ولیکل چې د افغان مېرمنو حقونه په چټکۍ تر پښو لاندې کېږي او سخت تر فشار لاندې دي.

د اروپا د پارلمان مشرې پر طالبانو سخته نیوکه وکړه چې له شپږم ټولګي ورپورته یې د نجونو د ښوونځو مخه نیولې ده.

تر پنځلس میاشتو ډېر وخت وشو چې د افغانستان په اکثرو سیمو کې د نجونو منځني ښوونځي او لېسې بندې دي.