طالبان: پاکستان دې د درملنې لپاره ناروغانو ته اجازه ورکړي

سپين بولدک - چمن دروازه - ارشيف

د طالبانو یوه چارواکي له پاکستانه وغوښتل چې د درملنې او د خپلو خپلوانو د لیدو لپاره افغانان خپلې خاورې ته ورپرېږدي او پر پوله د ښځینه و د تلاشۍ لپاره ښځینه کارکوونکي وګماري.

د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پاکستان له شارژدافیر سره د غونډې پرمهال له اسلام اباده وغوښتل چې هغو افغانانو ته اجازه ورکړي چې د درملنې لپاره یا د خپلوانو د لیدو لپاره پاکستان ته ځي.

د سپین بولدک-چمن لار پاکستان وروسته تر دې وتړله چې تېره یکشنبه هلته نښته وشوه چې په ترڅ کې یې یو پاکستانی سرتېری ووژل شو او دوه نور تپيان شول.

تر دې پېښې وروسته په چمن کې د پاکستان د کمیسارۍ مرستیال عبدالحیمد زهري وویل چې تر هغو به دا لاره بنده وي چې د پاکستاني سرتیري قاتل نه وي ورسپارل شوی.

طالبانو د دې پېښې د څېړنې لپاره د دوشنبې په ورځ یو پلاوی وټاکه خو تر اوسه د دې پلاوي د کار نتیجه نه‌ده معلومه شوې.

په دې اړه نور: د طالبانو حکومت: پر پاکستاني ځواکونو د بريد په تړاو مو څېړنې پيل کړي

له مولوي کبیر سره په کابل کې د چهارشنبې په ورځ د لیدو پر مهال د پاکستان د سفارت شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني ژمنه وکړه چې دی به تر وسه وسه هڅه وکړي چې د دوو ګاونډیو هېوادو ترمنځ اړیکې پیاوړې شي.

د پاکستان شارژدافیر زیاته کړه چې هېواد یې دې ته ژمن دی چې افغان سیاستوالو او سوداګرو ته د ویزو ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

مولوي کبیر د پاکستان د سفارت له شارژدافیر څخه دا غوښتنه هم وکړه چې په بندرونو کې د ښځینه مسافرو د پلټنې لپاره ښځې وګماري.

د سپين بولدک - چمن دروازه، انځور - ارشيف

تېره اونۍ په تورخم کې پاکستاني چارواکو تایید کړه چې د پاکستان د ملي تحقیقاتي ادارې یوه کارکوونکي یوه افغان مېرمن په غیر اخلاقي ډول ځورولې ده.

په دې اړه نور: پاکستاني چارواکو تورخم کې د يوې افغانې مېرمن غیر اخلاقي ځورول تأييد کړل

د حمد الله په نوم په کراچۍ کې یوه افغان کډوال ازادي راډیو ته د وټس اپ له لارې په را استولي پیغام کې پر طالبانو غږ وکړ چې د کراچۍ په زندانونو کې دې لږ تر لږه د ښځینه بندیانو غم وخوري.

نوموړي ويلي: "طالبانو ته موږ دا پیغام لرو چې یوازې دې دا هڅه وکړي چې دا ښځې له دې زندانه وباسي."

حمد الله زیاته کړه چې دی زندان ته ورغلی هلته وضعیت د ده په وینا دومره غیر انساني دی چې د ویلو نه‌دی.

د پاکستان شارژدافیر نظاماني د یکشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د کډوالو د چارو له سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني سره هم د کتنې پر مهال هم ژمنه کړې وه چې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري په برخه کې به همکاري کوي.