امریکا کې مېشتو افغانانو ته یو نوی پروګرام اعلان شوی

د تېر میلادي کال د اګست میاشتې په ۱۵ نېټه د افغانستان جمهوری نظام تر سقوط وروسته هم نږدې سل زره افغانان د امریکا د پوځ د تخلیې پروګرام له لارې امریکا ته لاړل او د دوی د کورنۍ ډېری غړي لاهم په افغانستان کې پاتې دي.

د امریکا متحده ایالاتو په دغه هېواد کې مېشتو په شرایطو برابرو افغانانو ته یو نوی پروګرام اعلان کړی چې له مخې یې دوی کولای شي د خپلې کورنۍ ځینې غړي له افغانستانه امریکا ته وغواړي.

د زمري پلار چې په کابل کې په یوه امریکایي اداره کې کار کاوه، د تېر جمهوري نظام له سقوط وروسته د کورنۍ له یو شمېر غړو سره د تخلیې په پروګرام کې قطر او وروسته امریکا ته لاړ،او څه باندې یو کال کېږې چې په متحده ایالاتو کې مېشت دی.

خو زمری په کابل کې یواځې پاتې دی او په دې موده کې د داسې یو قانوني فرصت په لټه کې و چې له ده سره مرسته وکړي څو له خپلې کورنۍسره یوځای شي.

ارشیف: د کابل له هوايي ډګره د امریکا په مشرۍ د تخلیې له پروګرام څخه یو انځور - August 30, 2021

هغه وویل: "زه شخصاً خوشاله شوم او له دې پروسې هرکلی کوم، ځکه زه خپله افغانستان کې یم او کورنۍ مې هلته ده او غواړي چې ما هلته ور وغواړي.که څه هم له دوه کلونو راهیسې پروسې روانې دي، خو بیا هم نه دي توانېدلي چې ما وغواړي. په دې هیله چې دا پروسه د تېرو هغو په څېر ځنډنۍ نه وي."

یوه نجلۍچې د کور مشره لور ده او د امنیتی اندېښنو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، وایي، پلار یې په یوه نړیواله اداره کې کار کاوه او څو میاشتې مخکې د امنیتي ګواښونو له ډېرېدو سره اړ شو چې دوی پرېږدي او یواځې امریکا ته لاړ شي.

دا نجلۍ وایي چې دا، مور، خویندو او ورونو يې هغه مهال پاسپورټونه نه لرل نو يې چې پاسپورټونه ترلاسه کړي د داسې یوې قانوني چارې په لټه کې دي چې پر مټ یې دوی له ځپل پلار سره یو ځای شي.

هغې وویل: "کومې کورنۍ چې نیم کوره دي، هغوی دا غواړي چې له خپلو کورنیو سره یوځای ژوند وکړي، نو موږ د دې پروګرام هرکلی کوو. دا ښه خبره ده چې یوه کورنۍ یوځای اووسېږي او یوځای ژوند وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې تازه د امریکا بهرنیو چارو وزارت پر خپلې ویب پاڼې د 'افغان کورنیو بیا یوځای کېدو' په نوم برخه پرانیستې او په دې پاڼه کې شریک شوي معلومات به له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې په خپله امریکا ته رسېدلي، خو د کورنۍ غړي یې افغانستان کې پاتې دي او له دوی سره د یوځای کېدو په تمه دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د دغی پاڼی د پرانیستو په مناسبت په یوه بیان کې ویلي چې، متحده ایالات د افغانستان د خلکو په وړاندې اوږدمهالې ژمنې لري او هغو کسانو ته چې د خپلې کورنۍله غړو سره د یوځای کېدو غوښتونکي دي، ټول اړین معلومات او فرصتونه برابر کړي.

د دغې پاڼې د معلوماتو پر بنسټ، هغه کسان چې لا له پخوا د امریکا تابعیت، په امریکا کې د دایمي استوګنې کارت 'ګرین کارت'، هغه کسان چې په امریکا کې یې د مېشتېدو غوښتنلیکونه سپارلي او یا یې سیاسي پناه اخیستې، کولای شي چې خپله مېرمن او له ۲۱ کلونو کم عمر لرونکي اولادونه د شرایطو له مخې امریکا ته وروغواړي.

هغه افغانان چې په موقته توګه د بشري دوستانه ملاتړ له مخې په امریکا کې استوګن دي او د وخت په تېرېدو سره سره به دایمي استوګن کېږي، هم په دغه پروګرام کې شامل دي او کولای شي پر شرایطو برابر د کورنۍ غړي له افغانستانه امریکا ته ور وغواړي.

د کډوالۍ د نورو پروګرامونو سربېره، له ۲۰۰۹ کال راهیسې زرګونه افغانانو چې په افغانستان کې يې له امریکایي ځواکونو سره کار کاوه، د کډوالۍ ځانګړو ویزو له لارې امریکا ته تللي.

دغه شان د تېر میلادي کال د اګست میاشتې په ۱۵ نېټه د افغانستان جمهوری نظام تر سقوط وروسته هم نږدې سل زره افغانان د امریکا د پوځ د تخلیې پروګرام له لارې امریکا ته لاړل او د دوی د کورنۍ ډېری غړي لاهم په افغانستان کې پاتې دي او دا کورنۍ د خپلو ټولو غړو د بیا یوځای کېدو غوښتونکي دي.