"کاشکې ټولو نجونو ته د خپلې خوښې تحصیلي رشتې د انتخاب اجازه ورکړل شوې وی"

Your browser doesn’t support HTML5

فاطمه امیري چې د کاج پر روزنیز مرکز برید کې ټپي شوې وه او یوه سترګه‌یې له لاسه ورکړې، بالاخره‌يې تېره اوونۍ د کانکور ازموینه کې ګډون وکړ. هغه د ۳۱۳ نمرو په ترلاسه کولو سره وتوانېده چې د کابل پوهنتون کمپیوټر ساینس فاکولتې ته بریالۍ شي، هغه تحصیلي رشته چې فاطمې یې هیله درلوده.

فاطمه امیري چې د کاج پر روزنیز مرکز برید کې ټپي شوې وه او یوه سترګه‌یې له لاسه ورکړې، بالاخره‌يې تېره اوونۍ د کانکور ازموینه کې ګډون وکړ.

هغه د ۳۱۳ نمرو په ترلاسه کولو سره وتوانېده چې د کابل پوهنتون کمپیوټر ساینس فاکولتې ته بریالۍ شي، هغه تحصیلي رشته چې فاطمې یې هیله درلوده.

فاطمه خوشحاله ده چې خپلې هیلې ته رسېدلې، خو وايي کاشکې د کانکور په ازموینه کې نورو نجونو ته هم د خپلې خوښې رشتې د انتخاب اجازه ورکړل شوې وی.