د خوړو سازمان: افغانستان په ۲۰۲۱ کې له بې‌ساري اقتصادي ناورين سره مخ و

ارشيف

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) په یو تازه راپور کې ویلي، افغانستان په سیمه کې یو له هغه درې هېوادونو څخه دی چې په تېر ۲۰۲۱ کال کې له سخت اقتصادي او خوراکي ناورین سره مخ شوی دی.

۳۰ کلن روح الله چې د هرات ولایت اوسېدونکی او د ۳ کسیزه کورنۍ مشري ورتر غاړې ده وايي، په تېر یو کال کې یې د ژوند سختې شپې او ورځې تېرې کړي او دا وضعیت لا هم روان دی.

روح الله وايي، په تېر جمهوري نظام کې د دولت کارکونکی و او په خبره یې، په خپل میاشتني معاش به یې د خپل کور ټولې اقتصادي ستونزې حلولې.

"کوم تحول چې رامنځته شو موږ په لومړي سر کې خپلې دندې له لاسه ورکړې"

نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "کوم تحول چې رامنځته شو موږ په لومړي سر کې خپلې دندې له لاسه ورکړې، شخصأ ما یو کال له طالبانو سره کار وکړ خو دوی موږ ته معاش رانه‌کړ، موږ ټول یې ځواب کړو، حد اقل هغه عاید مو چې په تېر نظام کې درلود کور مې پرې چلو، لاس مې پرې چلېده خو اوس له سختو ستونزو سره مخ یو، کله یو خواته لاس اچو کله بله خوا، داسې یوه سمه دنده مې نه‌ده پیدا کړې."

نړيوالو بنسټونو د افغانانو پر اوسني اقتصادي وضعيت سخته اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې له نيمايي ډېر افغانانو ډوډۍ نه‌لري. انځور - ارشيف

د زابل ولایت یو اوسېدونکی چې نه‌غواړي د امنيتي ستونزو له امله يې نوم راپور کې ياد شي وايي، د تېر دولت کارکونکی و.

تر اوسه مې هیڅ دنده نه ده پیدا کړې او طبعي خبره ده چې د کور ټول مصرف او نورو مسولیتونو نه په اسانه نه‌شم وتلی."

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "زه په ان ټي اې بست باندې استخدام وم او ښه معاش مې درلود، خو له بده مرغه د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته نه یوازې دا چې موږ له دندې لرې شو هغه ان ټي ای بستونه هم لغوه شول، موږ یې شپږم رسمي بست ته معرفي کړو، زه له یوې میاشتې وروسته دې ته اړ شوم چې هغه دنده پرېږدم، تر اوسه مې هیڅ دنده نه ده پیدا کړې او طبعي خبره ده چې د کور ټول مصرف او نورو مسولیتونو نه په اسانه نه‌شم وتلی."

دا اندېښنې په داسې حال کې ښودل کېږي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) په یو تازه راپور کې ویلي، افغانستان د سیمې د هېوادونو په هغه دریو کې دی، چې تېر ۲۰۲۱ کال له سخت اقتصادي او خوراکي ناورین سره مخ و.

دغه سازمان په خپل راپور کې چې د نومبر په ۹مه یې خپور کړی ویلي، په افغانستان کې سیاسي بې ثباتي، وچکالي، جګړه او کرونا هغه لاملونه دي چې د افغانستان د نفوس له نیم نه زیاته (۲۲.۸) برخه یې سخته زیانمنه کړې ده.

په دې اړه نور: ملګري ملتونه: افغانستان د خوړو د مصرف له درکه لا هم په ټيټه کچه کې دى

د (FAO) د راپور له مخې، افغانستان د اسیا په کچه تر ټولو لږ پرمختللو اته هېوادونو کتار کې هم لومړی ځای لري چې سختو اقتصادي بې ثباتیو سره مخ دی.

له افغانستان نه وروسته بیا بنګله‌دېش، بوتان، کمبودیا، میانمار، نیپال او یو شمېر نور هېوادونه هم دي چې په تېر یو کال کې له ګڼو اقتصادي او سیاسي بې ثباتیو سره مخ وو.

د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو په بیاځلي واکمنېدو سره په دغه هېواد بهرنۍ مرستې بندې، کورني عایداتي بنسټونه اغېزمن او ډېری خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړې.

که څه هم طالبانو مخکې په وار وار ویلي، چې په دغه هېواد کې بشري وضعبت دومره هم خراب نه‌دی چې نړیوال یې په اړه وايي، خو د افغانانو د اقتصادي او بشري وضعیت په اړه وخت په وخت نړیوالو سازمانونو خپلې اندېښنې مطرح کړي او دوی ته یې د مرستو غوښتنه کړې ده.