په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري په افغان مېرمنو او نجونو ورځ تر بلې محدودیتونه زیاتیږي اروپايي ټولنه وايي، په افغانستان کې د یوې پراخ بنسټه سیاسي پروسې لپاره مهمه ده چې د افغان مېرمنو او نجونو غږ واورېدل شي او حقونه يې ورکړل شي.
د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو او امنیتي پالیسۍ مسول جوسف بورل پر خپل ټوېټر لیکلي دي، چې په همدې تړاو يې له یو شمېر بهر مېشتو افغان مېرمنو سره کتلي دي.
نوموړي لیکلي: "د افغان ښځینه رهبرانو په ناسته کې موږ نن په افغانستان کې د یوې پراخ بنسټه سیاسي پروسې په اړتیا خبرې وکړې، داسې پروسه چې ښځې او نجونې پهکې مساوي حقونه ولري او بشري حقونو ته پهکې درناوی وشي."
Ahead of the Afghan Women Leaders%27 Forum #AWLF today, we had the chance to have a substantive discussion on the need to ensure an inclusive political process in #Afghanistan, where women and girls have #equalopportunities and where #humanrights are respected. pic.twitter.com/XyhpZzGeMb
— Josep Borrell Fontelles (@JosepBorrellF) November 9, 2022
په همدې حال کې د جنسیت او تنوع په برخه کې د اروپايي ټولنې سفیرې سټیلا رونر پر خپل ټوېټر لیکلي دي، چې په نږدې راتلونکې کې به د افغان مېرمنو د ستونزو د اورېدنې په هدف یوه ناسته جوړه کړي.
که څه هم نوموړې د دې ناستې دقیقه نېټه نهده ښودلې خو ویلي يې دي چې، په دې ناسته کې چې "د افغان ښځو د مشرانو د ټولنې غونډه" نومیږي به له افغانستانه او بهر نږدې اویا افغان مېرمنې برخه واخلي.
نوموړې لیکلي دي، په دې ناسته کې به د افغان مېرمنو په لومړیتونو بحثونه وشي.
اغلې رونر لیکلي : "خوشاله یم چې له افغانستان او بهره څه باندې ۷۰ افغان مېرمنې دلته دي ترڅو په راتلونکو میاشتو کې د افغان ښځو پر لومړیتوبونو خبرې وکړو. دا ناسته د هغو هڅو برخه ده چې په لړ کې به یې ښځې د خپل هېواد د سیاسي حل لارې یوه برخه شي."
د افغان ښځو د مشرانو د ټولنې لومړۍ غونډه د روان میلادي کال د مارچ په ۱۰مه په بروکسل کې شوې وه، اروپايي ټولنې ویلي دي په هغه غونډه کې افغان مېرمنو د افغانستان په سیاسي پروسه کې خپلې غوښتنې مطرح کړي دي.
د افغان ښځو د مشرانو د ټولنې په غونډه کې د افغانستان دننه او بهر افغان مېرمنې ونډه لري او دوی د افغان ښځو او نجونو د ستونزو د حل په هدف خپل وړاندیزونه د طالبانو له حکومت او نړیوالې ټولنې سره مطرح کوي.
د افغان ښځو دا ناسته په داسې حال کې جوړیږي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ورځ تر بلې پر افغان مېرمنو او نجونو محدودیتونه زیاتوي.
په دې اړه نور: طالبانو افغان مېرمنې تفریحي پارکونو او حمامونو ته له تګ منع کړېله شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځيو دروازې تړل شوي او ښځو ته د کار کولو اجازه نه ورکول کیږي.
دغه شان افغان مېرمنې له شرعي محرم پرته د لرې واټن سفر اجازه هم نهلري او په یو تازه اقدام کې د طالبانو حکومت د افغان ښځو او نجونو په مخ د تفریحي پارکونو او حمامونو دروازې هم تړلي دي.