نړیوال بنسټونه: په افغانستان کې د پولیو د محوې لپاره باید هڅې ګړندۍ شي

ارشیف: په ارزګان کې واکسیناتوران یوه ماشوم ته د پولیو ضد واکسین د تطبیق پرمهال

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د پولیو پر وړاندې مبارزه په ټوله نړۍ کې د پولیو خلاف د مبارزې په معنا ده.

دې سازمان دا خبره پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلې ویلي، چې د پولیو نښې د امریکا متحده ایالاتو او انګلستان په ګډون په هغو هېوادونو کې هم بیا را پیدا شوې چې مخکې له پولیو پاک اعلان شوي وي وو.

له پولیو په پاکو هېوادونو کې د بیا را پيدا کېدو اندېښنې داسې مهال ډېرېږي چې افغانستان لا هم د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې د پولیو پېښې په کې شته.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، د اکټوبر په میاشت کې یې د پولیو خلاف واکسین کې ۶ میلیونه ماشومان واکسین کړي او دوی په پام کې لري چې د پولیو خلاف کمپاینونو ته دوام ورکړي.

د دغه وزارت ویاند شراف زمان په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "په اکټوبر میاشت کې چې د پولیو خلاف د واکسین کمپاین وشو. په هغه کمپاین کې ۲۲ ولایتونه او ۱۹۴ ولسوالۍ تر پوښښ لاندې راغلي او ۶ میلیونه ماشومانو ته واکسین ورکړل شوی دی."

زمان که څه هم ځانګړې نېټه یاده نه کړه، خو وې ویل چې ډېر ژر به د پولیو خلاف بل کمپاین په هغو سیمو کې پيل کړي چې پاتې دي.

د طالبانو حکومت په داسې حال کې، د پولیو خلاف مبارزه کې ونډه اخلي او روغتیايي مسوولان یې له خلکو غواړي چې د پولیو ضد واکسین له ټیمونو سره همکاري وکړي چې تر دې مخکې د دې ډلې وسله وال په دې تورن وو چې په یو شمېر سیمو کې یې د پولیو د واکسین د تطبیق کوونکو پر وړاندې خنډونه جوړول او تر څنګ یې، په ځینو سیمو کې د دې کمپاین د عملي کېدو اجازه نه ورکوله.

په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د وجهي صندوق یونېسف د پولیو واکسین پروګرام وايي، پخوا د ناامنیو له امله هر کال ۴ میلیونه ماشومان له واکسین څخه پاتې کېدل، خو اوس چې په ډېرو سیمو کې جګړه نه شته، د پولیسو واکسین د افغانستان ډېرو سیمو ته رسول کېږي.

کندهار کې واکسیناتورانې د واکسین تطبیق پرمهال. January 26, 2021

د دغه پروګرام د رسنیو برخې مسوول کمال شاه ازادي راډیو ته وویل، لا ډېرو اقداماتو او امکاناتو ته اړتیا ده چې پولیو په افغانستان کې په بشپړ ډول له منځه ولاړه شي.

هغه زیاته کړه: "په افغانستان کې د پولیو واکسین اوس په ټولو سیمو کې تطبیقېږي چې دا یو لوی پرمختګ دی، ځکه په تېرو کلونو کې داسې سیمې وې چې موږ هلته کمپاین نه شوای کولای او د کار کولو اجازه نه وه چې هلته به هر کال ۳ یا ۴ میلیونه ماشومان له واکسین څخه پاتې کېدل، دا چې افغانستان د پولیو محوې ته نېږدې شوی، دا هڅې باید لا ګړندۍ شي."

د یونېسف د معلوماتو له مخې بیا افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني دوه هېوادونه دي چې د پولیو له ویروس څخه پاک نه‌دي.

په افغانستان په ۲۰۲۰ کال کې د پولیو ۵۶ مثبتې پېښې ثبتې شوې وې، خو تېر کال یعنې په ۲۰۲۱ کال کې دا شمېره ۴ را ښکته شوه او په ۲۰۲۲ کال کې یوازې ۲ پېښې ثبت شوي دي .

پولیو یو ډول انتاني او ساري ناروغي ده چې د ماشوم د بدن عصبي سیستم اغېزمنوي او د فلج کېدو لامل یې ګرځي.

دا ناروغۍ ډېره د ناپاکه خوړو، اوبو او په ویالو یا ډنډونو کې د ناروغو ماشومانو د لمبېدو له لارې نورو ته سرایت کوي.