يونېسف په بېلابېلو ولايتونو کې ۱۱۳زره بې‌وزلو مېرمنو سره مالي مرسته کړې

د مرستو يو انځور - ارشيف

د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ اداره، یونېسف وايي، د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې یې ۱۱۳ زره بې‌وزلو ښځو ته مالي مرسته رسولې ده.

یونېسف پرون (پنجشنبه) پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې دا نغده مرسته به، چې برېتانیا ورسپارلې وه، د ښځو پر ژوند مهم اغېز ولري.

یونېسف غواړي چې په را روان ژمي کې له ۱۰ زره نورو کورنیو سره ژمنۍ مرستې وکړي.

د دغه پروګرام لپاره ۵۷ میلیون ډالره بودجه په پام کې نیول شوې ده.

نړیوالو مؤسسو خبرداری ورکړی چې راروان ژمی به د بې‌وزلو افغانانو لپاره له کړاونو ډک وي.