د هوا پېژندنې ادارې نن په ۱۷ ولايتونو کې د باران او واورې د ورښت وړاندوينه کړې

ارشيف

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۷ مرکزي او شمالي ولایتونو کې د واورې، بارانونو او سېل وړاندوینه کړې ده.

دې ادارې پرون (پنجشنبه) خبرداری ورکړ چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې په هرات، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، جوزجان، بلخ، سمنګان، بغلان، کندوز، تخار، بدخشان، پنجشېر، پروان، بامیان، میدان وردګ او دایکنډي ولایتونو کې د واورې، شدید باران او سېل اټکل کوي.

د افغانستان د هوا پېژندنې د ادارې له هغې خبرپاڼې سره سم، چې پرون (پنجشنبه) یې خپره کړې، نن جمعه به په اوولس ولایتونو کې خلک د شدید ورښت شاهدان وي.

د طالبانو د حکومت د فواید عامې وزارت ویاند عبدالحمید مصباح وايي، وزارت یې خلکو ته د لارو د نه بندېدو ډاډ ورکوي ځکه چې تر ژمي وړاندې یې پوره چمتووالی نیولی دی.

سالنګ

ده همدا راز وویل چې، له تېر ماښام څخه په سالنګونو کې د واورې ورېدا پیل شوې ده.

ښاغلي مصباح وويل: "ټولې لارې د ترافیکو پر مخ خلاصې دي، موږ د ټولګټو وزارت بشپړ چمتووالی لرو او ټولو هېوادوالو ته پوره ډاډ ورکوو چې مشکل به نه وي، د سالنګونو په اړه هېوادوالو ته وایم چې له پلان سره سم هلته کار جریان لري. په لوړو ساحو کې یې واورې پیل شوي دي."

"ټولې لارې د ترافیکو پر مخ خلاصې دي، موږ د ټولګټو وزارت بشپړ چمتووالی لرو"

سږ کال د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د توقع خلاف په دوبي کې شدید بارانونه وشول چې په نتیجه کې یې سېلونه راغلل او له کبله یې سلګونه کسان مړه او د ډېر مالي زیانونه پېښ شول.

د دغو سېلونو له کبله ډېره مرګ‌ژوبله او مالي تاوان د کندهار، غزني، لوګر، خوست، ننګرهار، نورستان او پنجشېر ولایتونو اوسېدونکو ته واوښته.

د هوا پېژندنې ادارې اټکل کړی چې نن به له ۱۰ تر ۴۰ میلي مترو پورې باران او له ۵ تر ۱۵ سانتي مترو پورې واوره و اوري.