طالبانو د افغانستان د دیني مدرسو پر نصاب کار پیل کړی

ارشیف: په خوست کې یوه دیني مدرسه

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند وایي چې د افغانستان د دیني مدرسو پر نصاب کار روان دی.

انعام اله سمنګاني په ټوېټر کې لیکلي دي چې د افغانستان د دیني مدرسو اوسنی نصاب تر ډېره د هند او پاکستان مدرسو ته نږدې دی.

بل لور ته پرون د 'اي ډي ایف' په نوم د ترکیې د یوه بنسټ او د طالبانو د پوهنې وزارت ترمنځ تفاهم لیک لاسلیک شو چې له مخې یې دا ترکي بنسټ د افغانستان په پنځو ولایتونو کې دیني مدرسې جوړوي.