د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۸

نیویارک ټایمز: افغانستان کې د طالبانو اوسني رهبران چېرې مدرسې ته تللي دي؟


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • ګارډین

د ګارډین ورځپاڼې د افغانستان اقتصادي وضعیت ته پام کړی دی.

په دې اړه د لیکنې په پیل کې راغلي چې ۲۰ کلونه افغانستان د نړیوالې ټولنې پر مالي ملاتړ تکیه و چې افغان حکومت ته‌یې برابر ونډه ورکوله او پر همدې مالي ملاتړ پخواني حکومت د ډاکترانو، نرسانو، ښوونکو، قاضیانو، پولیسو او د ملکي خدمتونو د نورو مأمورینو تنخواګانې ورکولې.

خو کله چې د اګسټ پر ۱۵مه طالبانو کابل ونیوه، د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د مرکزي بانک میلیاردونه ډالر پانګه کنګل کړه، مالي مرستې بندې شوې او په افغانستان کې د بې‌وزلۍ او فقر لمن پراخه شوه.

د ګارډین بریتانوۍ ورځپاڼه په افغانستان کې اوسني وضعیت ته په اشارې لیکي، د بریتانیا اخلاقي مسؤلیت دی چې زیانمنونکو افغانانو ته د مرستې لاس وروغځوي او په وینا یې دا کار په خپله د بریتانیا په ګټه هم دی.

وړاندې لولو چې سیاسي ماته په دې معنی ده چې اوس افغانان د طالبانو تر واک لاندې له لوږې سره مخ دي چې د ورځپاڼې په وینا اروپا یې هم د کډوالو له یو بل بحران سره مخ کړې ده.

ورځپاڼه خبرداری ورکوي چې د ژمي په رارسېدو په افغانستان کې د یو بشري ناورین رامنځ کېدل رانږدې کېږي.

  • نیویارک ټایمز

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د افغانستان په اړه یوه لیکنه خپره کړې ده چې سرلیک‌یې دی؛ افغانستان کې د طالبانو اوسني رهبران چېرې مدرسې ته تللي دي؟

ورځپاڼې په دې لیکنه کې د طالبانو د ځینو مشرانو په روزنه کې د حقانیه مدرسې ونډه مهمه ګڼلې ده او لیکي، په پاکستان کې د دیني زده‌کړو دې لویې او پخوانۍ مدرسې د نړۍ د بلې هرې مدرسې څخه زیات طالب مشران روزلي دي.

نیویارک ټایمز په خپله لیکنه کې وړاندې وايي، دا مهال د حقانیه مدرسې فارغان په افغانستان کې پر مهمو دندو کار کوي.

ورځپاڼه همدارنګه وايي چې منتقدان د حقانیه دارالعلوم "د جهاد پوهنتون" ګڼي او په سیمه کې یې د لسیزو راهیسې د تاوریخوالي په خپرولو کې ښکېل بولي.

خو د نیویارک ټایمز په وینا دا مدرسه وايي، بدلون‌یې کړی او استدلال کوي چې طالبانو ته باید فرصت ورکړل شي څو وښيي چې پر افغانستان د خپلې لومړنۍ واکمنۍ په مقایسه متفاوت قدمونه اخلي.

XS
SM
MD
LG