د کرکټ نړیوال جام؛ د افغان لوبډلې ځینو لوبو لغوه کېدو د کرکټ مینه وال خپه کړي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

د کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان د ځينو لوبو لغوه کېدو د کرکټ مینه وال خپه کړي.

د کرکټ ګڼ افغان مینه وال د استرالیا په باراني موسم کې د نړیوال جام په ترسراوي نیوکه لري او وايي هیله یې وه چې دا لوبې بل ځای پلان شوې وای.

د پکتیکا یوه اوسېدونکي عبدالباري نعیمي ازادي راډيو ته وویل: "کاشکې دا د استرالیا پر ځای یو بل چېرته پلان شوې وای چې د افغانستان لوبې له سیالو ټيمو سره شوې وای. موږ د ښې لوبې په تمه وو او همدارنګه زموږ هیلې دا وې چې افغانستان سږ کال نړیوال جام کې ښه وځلېږي او له سیالو ټیمونو لوبې وګټي. کاشکې دا لوبې نه وای خرابې شوې."

په نړیوال جام کې چې د استرالیا په کوربه توب روان دی د افغانستان دوه لوبې د باران په سبب لغوه شوې.

لومړۍ د اکټوبر په ۲۶مه له نیوزیلنډ او بله د اکټوبر په ۲۸مه له ایرلند سره.

په دې اړه نور: د افغانستان او نیوزیلنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ لوبه لغوه شوه

دا دواړه لوبې د مېلبورن په کرکټ نړیوال لوبغالي 'ام سي جي' کې چې خورا مشهوره هم دی پلان شوې وې.

باران او خرابې هوا د لوبې مخه ونیوله خو ټیمونو ته یو – یوه نمره ورکړل شوه.

ګوهر ساپی د کونړ اوسېدونکی دی.

هغه له ازادي راډیو سره په خبرو کې له 'ای سي سي' یا د کرکت نړیوالې شورا وغوښتل چې د لوبو موسمونه باید جدي ونیسي او د مینه والو هیلې ماتې نه کړي.

ساپي وویل: "زموږ له ای سي سي په کلکو ټکو غوښتنه دا ده د ټولو افغانانو حتی زه باوري یم د ټولې دنیا د کرکټ د مینه والو چې د کرکټ نړیوال جام داسې موسم کې برابر کړي چې هوا سمه وي. څو لوبغاړي هم خپلې لوبې وکړي او هم مینه وال خوند واخلي. زموږ غوښتنه ده لکه څنګه چې دغه نړیوال جام بارانونو ګډوډ کړ په آینده کې تکرار نه شي."

د ارزګان اوسېدونکی احسان الله خان او د خوست اوسیېونکی شیرعلي وایي، ټول کال افغانان کرکټ ته په تمه وو، خو خوشحالۍ یې باران له ځانه سره یوړې.

د ارزګان اوسېدونکی احسان الله خان وايي: "دغه لوبې چې د باران له امله لغوه شوې. موږ سخت خواشیني یو. ځکه یواځینۍ همدا لوبې دي چې د افغانانو په شونډو موسکا خپروي. هیله ده چې د افغانستان راتلونکې لوبې ښې ترسره شي. د افغانانو د بریا په هیله یو."

د خوست اوسېدونکی شېرعلي وویل: "دا ډېرې خواشینوونکې شېبې وې د مینه والو لپاره زموږ لپاره. ځکه موږ پوره یو کال انتظار کړی و. ټول په دې تمه وو چې افغان اتلان به یو وار بیا نړیوال جام کې ښکاره شي او افغانان به د خوښۍ شېبې ولري، خو متاسفانه چې باران دا د خوښۍ شېبې له ځانه سره یوړې."

دا چې استرالیا ولې په دې باراني موسم کې نړیوال جام ترسره کړ او د کال ښه موسمونه یې ورته برابر نه کړل د کرکټ بورډ پخوانی اجراییه رییس او کرکټ پوه شفیق ستانکزي ازادي راډيو ته دا پوښتنې داسې ځواب کړه: "استرالیا هیڅکله خپلې کورنۍ او تجارتي سیالۍ له پامه نه غورځوي. په اکټوبر کې دوی دا لوبې پلان کړې، خو په نومبر او ډسمبر کې دوی له لویو ټيمونو سره ټېسټ لوبې لري. بېګ بش او شېټل شيټ تجارتي جامونه یې ترسره کېږي. نو استرالیا خپل دوبنی موسم له هېڅ نوعه لوبو سره تناقض نه ورکوي."

افغان لوبډله د کرکټ په نړیوال جام کې د لوبېدو لپاره د اکټوبر له لومړیو ورځو په استرالیا کې ده.

سره له دې چې له افغان لوبډلې سره د راشدخان، محمد نبي او مجیب الرحمن په څېر د نړۍ په کچه پېژندل شوي لوبغاړي شته، خو د ډېرو لوبو موقع په لاس ورنغله.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

د ټولو نړیوالو ټیمونو سترګې هم دغو لوبغاړو ته وې او افغانستان یې یوه خطرناکه لوبډله بلله. د ملي ټيم لوبغاړي راشدخان په یوه پيغام کې ویلي راتلونکو لوبو ته په تمه دی.

راشدخان

هغه وویل: "هغه هېوادوال چې راغلي وو میدان ته. په دې باران په دې یخ موسم کې خپل لوبغاړو کتلو لپاره نړۍ مننه. بدبختانه لوبې ونه شوې. په دې کې به خیر وي. نو انشاالله په دې هیله چې را روانې دوه لوبې وګټو. که موږ یې ګټو نو نیمه پایلوبې ته به لار پیدا کوو."

د ملي ټیم کپټان یا لوبډلمشر محمد نبي هم له ایرلنډ سره د لوبې په لغوه کېدو خواشیني وښوده خو ویې ویل سریلانکا او استرالیا سره د لوبو په تمه دی.

د سریلانکا پر وړاندې به افغان لوبډله د نومبر په اوله په برسبېن کې ترسره شي.

د برسبېن د هوا پېژندنې د وړاندوینې له مخې هلته په دې ورځ د اورښت اټکل شوی.

وروستۍ لوبه د نومبر په ۴مه له کوربه استرالیا سره ده چې په اډېلایډ ښار کې به وي.

هلته د یادې لوبې په ورځ هوا ورېځ ښودل شوې، خو د باران چانس په کې ډېر زیات نه دی.