د کرېکټ نړيوال جام؛ استراليا سرېلانکا ته ماتې ورکړه

د اسټراليا او سرېلانکا لوبه

د کرېکټ په شل اوريز نړيوال جام کې نن کوربه هېواد استراليا سرېلانکا ته ماتې ورکړه.

نن لومړۍ ورځ ده چې په دې جام کې یوه لوبه وشوه، سرېلانکا په ټاکلیو شل اورونو کې یو سل او اوه پنځوس منډې جوړې کړې او شپږ لوبغاړي یې وسوځېدل.

استرالیا دې هدف ته په اولسم اور کې ورسېده او درې لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.

دا لوبه د کوربه استرالیا لپاره ډېره مهمه وه ځکه چې خپله لومړۍ لوبه یې د نهه اتیا منډو په توپیر له نیوزیلنډ څخه بایللې وه.

سرېلانکا بیا له ایرلنډ څخه په دې ګروپ کې یوه لوبه ګټلې ده یوه یې هم اوس وبایلوده.

سرېلانکا هغه ټیم دی چې له لومړي پړاو څخه یې د دولسو پياوړیو لوبډلو غوره پړاو ته لاره وکړه، خو یو بل تجربه کار ټیم، ویسټ اینډیز دی چې له لومړي پړاوه اووټ شو.

ویسټ اینډیز یوازینی ټیم دی چې له دوه زره اووم کال راهیسې چې د شل اورونو نړیوال جام پیل شوی دی، دا اتلولي یې دوه ځله ګټلې ده.

اوس چې دا ټیم اوټ شوی دی، روزونکي یې فیلیپ سیمونز اعلان وکړ چې خپله دنده پرېږدي.

سیمونز به د نومبر له دېرشمې د ډسمبر تر دولسمې له استرالیا سره د ویسټ اینډیز د دوو ټسټ لوبو پر مهال روزنکی پاتې شي، بیا به دا دنده پرېږدي.

د کرېکټ د شلو اورونو نړیوال جام لوبې د اکتوبر په شپاړسمه پیل شوې چې پایلوبه به یې د نومبر په دیارلسمه ترسره شي.