د نجونو د ښوونځیو بندېدو ۴۰۰ ورځې پوره کېدل؛ دا پرېکړه ناعادلانه وبلل شوه

په فراه کې د نجونو یو تړل شوی ښوونځی

نن سه شنبه د لړم میاشتې درېیمه په افغانستان کې د طالبانو لخوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو ۴۰۰ ورځې پوره شوې.

یوه زده کوونکې د پوښتنې په توګه وايي: "ولې مو زمونږ ښوونځي بند ساتلي؟"

هغه وویل چې د طالبان په بیا ځلي واکمنېدو سره دا دی ۴۰۰ ورځې کېږي چې په کور ناسته ده.

دیانا وايي، د اووم ټولکي زده کونکې وه چې طالبانو د نجونو د ښوونځیو دروازې وتړلې.

نوموړې ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، نه غواړي له زده کړو محرومه شي.

دیانا زیاته کړه: "موږ له دې اندېښنه لرو چې ښځې بې سواده پاتې شي، دا د مېرمنو له برخلیک سره لوبه ده. ښوونځي باید پرانیستل شي. موږ نه غواړو چې بې سواده پاتې شو."

د طالبانو حکومت بیا په دې موده کې د دیانا د پوښتنې په څېر ورته پوښتنو ته بېلابېل ځوابونه ویلي.

تازه د دوی د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره اوونۍ په ترکیه کې د 'مدارسو او دیني عالمانو د یوالي نهضت' په نوم د دیني عالمانو ناستې ته ښوونځیو ته له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو د تګ په اړه د یوې مشخصې طرحې د جوړلو خبره وکړه او د د دغو ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو هیله یې ورکړه.

د دغې طرحې د جوړېدو خبره مخکې هم بېلابېلو طالب چارواکو کړې وه.

خو د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت مخیکني سرپرست نورالله منیر بیا دا مسئله د افغانستان کلتوري بحث ګڼلی و چې خلکو رسنیو سره په خبرو او په ټولنیزو رسنیو کې په لیکنو سره ورته غبرګونونه وښودل او دا خبره یې رد کړه.

Your browser doesn’t support HTML5

د نجونو ښوونځیو بندېدو په اړه د طالب چارواکي وضاحت

هغه څه چې په تېرو۴۰۰ ورځو کې یې په افغانستان دننه او بهر په اړه انتقادونه او غبرګونه مطرح دي هغه دا دي چې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو د ښوونځیو د برخلیک په اړه د طالب چارواکو وینا او عمل یو شان نه دي.

د سنبلې په میاشت کې د پکتیا په څمکنۍ ولسوالۍ کې له شپږم ټولکي پورته نجونې دوه اوونۍ ښوونځیو ته ولاړې خو طالبانو بېرته دغه ښوونځي وتړل چې دغه چاره په پکتیا کې د زده کونکو له غبرګون سره مخ شوه.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هغه مهال په یوې خبري ناسته کې وویل، دا به وڅېړل شي چې دغه ښوونځي د چا په امر پرانیستل شوي وو.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

ښوونکې کریمه په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د دروازو د تړلو پاتې کېدو او د پایلو په اړه یې ازادي راډیو ته وویل: "د نجونو حق چې په ټول تاریخ کې دوی نه دی ورکړي او نه یې ورکوي، دوی غواړي په همدغه سیسټم سره نجونې ړندې او کڼې وساتي. یوه نجلۍ ړنده او کڼه ساتل په دې مانا نه ده چې یوازې دا به شاته پاتې شي، ښځې د ټولنې نیمايي برخه جوړوي، ټولنه مو شاته پاتې کیږي، خلک مو شاته پاتې کېږي، هېواد مو پرمختک نشي کولای او له ټولو هغه سیسټمونو نه شاته پاتې کېږو چې باید په کې پرمختګ وکړو."

که څه هم طالبانو له شپږم ټولکي پورته د ښوونځيو د تړل کېدو ښکاره لاملونه نه دي په ګوته کړي، خو د نجونو او ښځو حجاب هغه موضوع ده چې طالب چارواکو یې په اړه په ځلونو بحثونه کړي دي.

دغه شان دا هم ویل شوي و چې په کابل کې د طالبانو د حکومت لخوا د عالمانو په ناسته کې به د نجونو د زده کړو په اړه بحث وشي خو داسې ونه شول.

په دې ورستیو کې د دوه لوړو پوړو طالب چارواکو له ویناوو اخیستل دا کېږي چې د نجونو د زده کړو موضوع دې د طالب چارواکو د خپلمنځي اختلافاتو قرباني شوې وي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي، د میزان میاشتې په پنځمه د سیلانیانو د ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د خپلې وینا پر مهال په افغانستان کې له شپږم ټولکي پورته د نجونو د زده کړو موضوع ته په اشارې سره وویل، چې باید ښوونځی د ټولو پرمخ پرانیستل شي.

په دې اړه نور: طالب چارواکی: د نجونو زده کړو په مخالفت کې هیڅوک شرعي دلیل نه لري

هغه وویل چې علم په ښځې او نارینه دواړو فرض دی.

نوموړي زیاته کړه: "باید ژر تر ژره د تعلیم زمینه برابره شي، ژر تر ژره باید په افغانستان کې د ښوونځیو او مدرسو دروازې د ټولو پرمخ پرانیستل شي."

خو په همدې ناسته کې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت سرپرست خالد حنفي وویل چې علم د ښځو لپاره مباح او نارینو لپاره مستحب دی.

حنفي ویلي و: "هر چېرته چې لاړ شو د تعلیم خبرې کېږي، تعلیم خو مباح عمل دی او دا یوه عملي خبره ده، لویانو! دنیوي تعلیم، د ا مباح دي، او که د امیر او مباح ترمنځ تعارض راځي بیا د امیر حکم واجب دی."

خو د طالبانو حکومت بیا تراوسه په دې اړه چې د ښځو ټول حقوق به د اسلامي شریعت په رڼا کې وي ښکاره تعریف نه دی وړاندې کړی.

د بشري حقونو فعالان د طالبانو د حکومت لخوا د نجونو پرمخ د ښوونځیو د دروازو تړل ظلم او د بشري حقونو نقض بولي.

د بشري حقونو څارونکی ماهر مومند په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "طالبان په افغانستان کې شاوخوا ۳ میلیونه نجونې له تعلیم نه پاتې کړي دا نه یوازې دا چې د بشر حقونو یو اساس یې نقض کړی بلکې جنسیتي تبعیض هم دی، له دې کار سره غواړي افغان نجونې څنډې ته کړي او له ټولنې یې حذف کړي. د طالبانو دغه ظالمانه پرېکړه د افغان نجونو راتلونکي ته سخت زیان رسوي."

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د طالبانو حکومت نظر د مجاهد د هغه څرکندونو په اړه واخلي چې تېره اونۍ یې په ترکیه کې د دیني عالمانو په ناسته کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښونځیو په اړه کړې وې، خو خپله مجاهد او د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت ویاند عزیر احمدریان د دې راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.