دا کېندنې چې د اسرائيلو په مرکزي سيمه (تل يهود) کې شوي، په پایله کې يې کولالي او ژيړو لوښي ترلاسه شوي دي.
د لرغونپوهانو په باور له دې لوښو څخه د تارياکو د نشو لپاره کار اخیستل کېده.
هغه قبرونه چې لرغونپوهانو کېندلي، په کنعانیانو پورې اړه لري او په دې قبرونو کې هم د تارياکو نښې نښانې ليدل شوي دي.
د اسرائيلو د لرغونو آثارو ادارې لرغونپوه (ران بيري) د وير او غم په مراسمو کې د تارياکو د نشې په اړه رويټرز خبري اژانس ته وويل: " کېدای شي چې دا مرسم به د کشيش په وسيله د مړي له کورنۍ سره په ګډه جوړېدل، د مراسمو ګډونوالو به تر دعا کولو مخکې تارياک خوړل او عقیده يې درلوده چې د نشې په حالت کې د مړو لپاره دعا قبولېږي او د مړو روحونه خوشحاله کېږي."
دا څېړنه چې د (وايزمن) په نوم لرغونپوهنې انسټيټيوټ او اسرائيلو د لرغونو اثارو ادارې په ګډو هڅو ترسره شوې ښيي چې، کنعانیانو د خپلو ناسمو مذهبي عقايدو له مخې تر ميلاد څوارلس پېړۍ مخکې په اوسني مصر، یونان او ایټاليا کې د تارياکو نشه کوله.
خو د تارياکو د اوسنۍ نشې د طرز خلاف به یې تارياک اوبه کول او بیا به يې په کولالي او ژيړو لوښو کې د شرابو په ډول څښل.
د ښاغلي (بيري) په وينا، له قبرونو څخه تر لاسه شويو صُراحي ګانو، جامونو او تاريخي روايتونو ته په پام سره، د مړي خپلوانو به د ځينو ناسمو مذهبي باورونو له مخې له مړو سره یو ځای په قبر کې یو څه تارياک هم ايښودل.
نوموړی وايي: "تارياک يې د دې لپاره له مړي سره ايښودل چې د محشر په ورځ د مړو روحونه يو له بل سره وويني، د مړي روح د پاڅېدلو او نورو روحونو سره د ليدلو توان او چمتووالی ولري."
خو افغانستان چې په وروستيو کلونو کې په نړۍ کې د کوکنارو د کښت او تاریاکو د تولید تر ټولو لوی مرکز بلل کېږي، پوښتنه دا ده چې په دې هېواد کې د تارياکو نشې په کوم کال کې رواج وموند او هدف يې څه و؟
د (نشه يي مواد او ورسره تړلي زيانونه) کتاب ليکوال ډاکټر محمد سمين ستانکزی وايي چې، په افغانستان کې تارياک لومړی په کليو کې د درد ارامېدو لپاره استعمالېدل.
"د کوکنار کښت لومړی په بدخشان کې پيل شو، کله چې به څوک مار وچيچه، هغه ته به يې تارياک ورکول"
ښاغلی ستانکزی وايي: "د کوکنار کښت لومړی په بدخشان کې پيل شو، کله چې به څوک مار وچيچه، هغه ته به يې تارياک ورکول، د ټوخي، دردونو ارامولو او نورو ناروغيو لپاره هم د درملو په ډول کارېدل. تارياک شايد د ورېښمو پر لاره له چین او بخارا څخه بدخشان ته راوړل شوي وي، ياني سرچينه يې له هماغه ځايه ده او وروسته يې دوی په کرلو پيل کړی دی."
اوس هم د افغانستان په ځينو سيمو کې د درد ارامولو لپاره له تارياکو څخه د درملو په توګه کار اخیستل کېږي، خو په وروستیو کلونو کې په روغتيايي مرکزونو کې پر بستري شويو معتادینو يوه ترسره شوې څېړنه ښيي، هغه څوک چې تارياک د درملو په ډول استعمالوي وروسته ورباندې معتاد کېږي او د وخت په تېرېدو سره د کېمياوي نشه يي موادو په دام کې نښلي.
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا
Your browser doesn’t support HTML5