د خوړو نړیواله ورځ؛ ملګري ملتونه: افغانان د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ دي

ارشیف: په خوست کې بېوزله خلک - 02-12-2021

نن د اکتوبر ۱۶مه د خوړو نړیواله ورځ ده او داسې مهال راځي، چې په افغانستان کې تر ۱۹ میلیونو ډېر کسان کافي خواړه نه لري او ۶ میلیونه یې د قحطۍ له خطر سره مخامخ دي.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خوړو د نه خوندیتوب په باب یو وار بیا اندېښنه ښوولې ده او وايي غذايي مرستو ته د اړو کسانو شمېر په زیاتېدو دی.

د عثمان په نوم زلمکی، چې د خوست ولایت په کوڅو کې پلاستیکي بوتلونه ټولوي، وايي د دوی کورنۍ زیات وخت درې وخته خواړه نه شي خوړلی.

نوموړی وايي: "غرمه خو بېخي مړۍ نه خورو، سهار د خوا چې ډوډۍ وخورو بیا یې ماښام خورو. کله کله د ماښام له خوا هم څه د خوړلو لپاره نه وي، دغسې وږي ویده کېږو. د خوړلو لپاره څه نه شته، څه وخورو؟"

د کافي خوړو د نشتوالي ستونزه، یوازې د خوست ولایت د دغه اوسېدونکي په کور پورې نه منحصره کېږي.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا په نړۍ کې هرکال په هرو لسو کسانو کې یو تن د ناکافي خوړو له امله په ناروغیو اخته کېږي او ناکافي خواړه کولای شي ډېرې ناروغۍ رامنځته کړي.

په افغانستان کې هم په میلیونونو کسان کافي خواړه نه لري او د خوارځواکۍ په څېر د ناروغیو تر څنګ له ګڼو کړاوونو کړېږي او حتی ځینې کسان اړ شوي چې د خپلو اولادونو د پلورلو اقدام وکړي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي په افغانستان کې تر نیمايي زیات وګړي کافي خواړه نه لري.

دغه اداره زیاتوي: "په افغانستان کې «۲۴ ملیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړ دي، ۲۵ میلیونه وګړي یې په بې وزلۍ کې ژوند کوي او ۱۹ میلیون وګړي د خوړو خوندیتوب نه‌لري."

ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

بس بي بي د غزني له ګیرو ولسوالۍ څخه د دغه ولایت مرکز ته په کډې کولو مجبوره شوې ده.

هغه وايي: "په کور کې څه شی نه شته. مېړه مې پوډري و، کله به په کور کې و، کله به نه و. بازار بیا لږ ښه دی، چې خلک یې د زړو کالیو او نورو مرستو په برخه کې رحم لري. پرون هم دلته واده و، وریجې یې راولېږلې. بېګاه مو هغه وخوړلې. ښار ته د دې لپاره راغلو چې خلک مهرباني راباندې وکړي."

د اکتوبر میاشتې ۱۶مه، د خوړو نړیواله ورځ ده او هر کال په نړۍ کې د دې لپاره نمانځل کېږي، څو هغو کسانو ته پام وشي چې خوړو ته اړ دي او د هغوی د لاسنیوي لپاره د نړیوالو پام واړوي.

د ۲۰۲۲م کال لپاره د دې ورځې نمانځنې ته دا شعار غوره شوی: "هېڅوک تر شا مه پرېږدئ."

خو داسې ښکاري چې افغانستان کې میلیونونه وګړي وږي او تر شا پرېښوول شوي، د نړیوالو هغه مالي مرستې هم د پخوا په څېر ورسره روانې نه دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې ۲۲ میلیونه او ۸ لکه کسان په افغانستان کې کافي خواړه نه‌لري.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د شنبې په ورځ وویل، چې په افغانستان کې دوی روان میلادي کال له څه باندې ۲۱ میلیونو هغو کسانو سره د خوړو مرسته کړې چې زیانګالي او خوړو ته محتاج ګڼل کېږي.

افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویاند وحید الله اماني ازادۍ راډیو ته وویل، په ملیونونو کسان د خوړو په برخه کې مرستو ته اړ دي.

اماني وايي: "زموږ د وروستیو شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې ۱۸ ملیونه او ۹ لکه کسان د خوړو له اړخه خوندي نه دي. له دې ډلې ۶ میلیونه یې په داسې حالت کې دي، چې د قحطۍ له کچې یو ګام شا ته دي، چې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري."

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په افغانستان کې روان کال د بشري اړتیاو لپاره د ۴،۴ ملیارډ ډالرو مرستې غوښتنه کړې چې په وینا یې تر اوسه یوازې ۱،۹ میلیارد ډالره ترلاسه شوي دي.

د ازادۍ راډیو مینه وال هره ورځ په پیغام ثبتوونکي ماشین کې خپل پیغامونه ثبتوي او وايي د دوی په نوم راغلې د خوړو مرستې دوی ته په منصفانه ډول نه ورکول کېږي.

طالبان وايي، د خوړو هغه مرستې چې د دوی له خوا وېشل کېږي تر ډېره اړو کسانو ته رسول کېږي، خو د نړیوالو موسسو له خوا د مرستو پر وېش دوی کنټرول نه لري او د شفافیت ضمانت یې نه شي کولی.

د غزني د اوسېدونکې بس بي بي غوندې په میلیونونو کسان په افغانستان کې له لوږې او قحطۍ کړېږي او د لاسنیوي په تمه دي.

هغه وايي: "په کور کې د خوړلو لپاره هېڅ هم نه لرو. تاسو خپله ولیدل. په وچه ډوډۍ ګوزاره کوو. دا دسترخوان مې هم له پوزي جوړ کړی، چې د یوه دسترخوان د جوړولو وس لا نه لرو."

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویاند وحید الله اماني وايي، دوی توانېدلي روان میلادي کال تر ۲۲ میلیونو کسانو سره د خوړو مرسته وکړي.

اماني زیاتوي: "تر اوسه پورې تر ۲۲ میلیونو کسانو سره په ټول افغانستان کې مرسته شوې ده. پلان لرو چې د راتلونکي ژمي لپاره هره میاشت تر ۱۵ میلیونو کسانو ته د خوراکي توکو مرستې ورسوو."

افغانستان د لوږې د نړیوال شاخص په درجه بندۍ کې له ۱۲۱ هېوادونو په ۱۰۹م ځای کې راغلی دی.

په دې اړه نور: افغانستان د لوږې د نړیوال شاخص درجه بندۍ په ۱۰۹م ځای کې راغلی

دا شاخص چې تېره جمعه خپور شوی په راغلي، افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې وګړي یې د خوړو د کموالي له خورا بد وضعیت سره مخ دي.

د دې راپور پر بنسټ، که څه هم افغانستان په سیمه کې یوازینی هېواد دی چې ډېر خلک یې د خوراک لپاره څه نه‌لري، خو له افغانستان وړاندې په افریقا کې ۱۲ نور هېوادونه هم شته د افغانستان پرتله یې حالت څو چنده خراب دی.

د‌ دې راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د خوړو نړیوالې ورځې راپور