سيکا له ملګرو ملتونو طالبانو سره د خبرو لپاره د نړيوالې ډلې د جوړېدو غوښتنه کړې

د سيکا غړو هېوادونو استازي

د قزاقستان په استانې کې د سیکا سرمشریزې برخوالو د افغانستان امنیت او ثبات سیمې او نړۍ ته د تروریزم د نه خپرېدو لپاره مهم وباله.

دې کنفرانس ته د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل، افغانستان له نا امنۍ څخه د وتلو لپاره د خبرو اترو له لارې عملي اقداماتو ته اړتیا لري.

ده د دې خبرو هدف د یوه داسې پراخ بنسټه حکومت جوړېدا وبلل چې نړیوالې ژمنې په تېره بیا له ګاونډیانو سره دوه اړخیز تعهدات عملي کړي.

دې سرمشریزې ته د ازبکستان ولسمشر شوکت میر ضیایف وویل، د نړیوالو ستونزو په منځ کې افغانستان هېر شوی دی نو له همدې کبله ملګروملتو ته وړاندیز کوي چې پر افغانستان د خبرو لپاره په نړیواله کچه یوه ډله جوړه کړي چې له طالب چارواکو سره خبرې وکړي.

نوموړي له طالبانو سره د تعامل په خاطر د همغږو او ګډو تګلارو پیاوړتیا ضروري وبلله.

د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي

میر ضیایف په عین حال کې وویل، دې ته اجازه نه‌شي ورکولی چې د تېر وخت غموونکې تجربه تکرار شي او دا هېواد د نړیوال تروریزم پر مرکز بدل شي.

غونډې ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل، افغانستان د سیمې د امنیت لپاره تر ټولو جدي ستونزه ده.

پوتین په کابل کې د روسیې د سفارت په خوله کې تروریستي برید ته په اشارې وویل، په افغانستان کې د تروریستي بریدونو دوام دا تاییدوي چې په دې هېواد کې تروریستي ستونزې شته.

د تېر سپټمبر په پنځمه په کابل کې د روسیې د سفارت مخته په چاودنه کې د دوو روسي دیپلوماتانو په شمول ۶ تنه ووژل شول.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين

د سیکا یا د اسیا د اعتماد جوړولو او تعامل کنفرانس ۲۷ اصلي غړي لري او پر دې سربېره ۷ هېوادونه او ۵ مؤسسې یې څارونکي دي.

افغانستان، اذربایجان، بحرین، کمبوډیا، مصر، بنګله‌دېش، عراق، اسراییل، قرغیزستان، قزاقستان، ایران، اردن، منګولیا، جنوبي کوریا، قطر، فلسطین، پاکستان، روسیه، سریلانکا، متحده عربي امارات، ترکیه، تایلنډ، تاجکستان، ویتنام او ازبکستان یې دایمي غړي دي.

امریکا، مالیزیا، لاوس، فلیپین، جاپان او بیلاروس یې څارونکي دي.