کابل ښاريان: د ډالرو بيه ښکته شوې خو د توکو بيې لا هم لوړې دي

کابل کې د پېر او پلور هټۍ - ارشيف

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د افغانيو په وړاندې د ډالرو بیه ورځ تر بلې د راښکته کېدو په حال کې ده خو د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د لومړنیو خوراکي توکو بیې لا هم د تېر په څېر لوړې دي.

نن د کابل په شهزاده سرای کې یو ډالر د ۸۵ افغانیو په بدل کې خرڅیږي، تېره ورځ دا بیه ۸۶ او له دې وړاندې ۸۸ عشاریه ۶۰ افغانۍ وه.

د کابل ښار يوې اوسېدونکې لیدا ازادي راډيو ته وویل: "کله چې ډالر پورته شي، د خوراکي موادو بیې لوړیږي خو چې ډالر راښکته شي نرخونه هماغسې لوړ پاتې کېږي، هیله لرم چې په دې برخه مسؤلین جدي پام وکړي."

دغه راز د کابل يو بل اوسېدونکی محمد شاه وايي: "ډالر د افغانیو په وړاندې راښکته شوي خو د خوراکي موادو بیې لا هماغسې لوړې دي او سوداګر لوړ نرخونه کاروي، په داسې حال کې چې زموږ د خلکو ژوند د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې دی، مسؤلین په ځانګړې ډول کابل ښاروالې باید په برخه کې جدي توجو وکړي."

"ډالر د افغانیو په وړاندې راښکته شوي خو د خوراکي موادو بیو لا هماغسې لوړې دي"

دوی له کابل له ښاروالۍ غوښتنه کوي، چې باید د خوراکي موادو د بیو په کنترول کې جدي و اوسي.

خو ولې د ډالرو د لوړېدو پر مهال نرخونه لوړیږي خو د ټېټېدو پر مهال بیا هم لوړ پاتې کېږي؟

دا پوښتنه مو د اقتصادي چارو له پوه عبدالنصیر رشتیا وکړه، نوموړي وويل: "زه فکر کوم په بازار کې د اقتصادي مافیا، انحصار او اهتکار موجودیت د دې لامل دی چې د ډالرو د لوړېدو پر مهال نرخونه لوړیږي خو د ډالرو د ښکته کېدو پر مهال نه ښکته کېږي، مسؤل چارواکي باید په بازار کې د احتکار مخه ونیسي او سوداګرو سره په دې برخه کې جدي چلند وکړي."

کابل کې د پېر او پلور هټۍ - ارشيف

خو د طالبانو د حکومت د کابل ښاروالۍ مسؤلین وايي، دوی هره اوونۍ د خوراکي موادو نوې نرخپاڼه په بازار کې وېشي او هیڅوک نه‌شي کولای له ټاکل شویو بیو سرغړونه وکړي.

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي ازادي راډيو ته وویل: "زموږ نوې نرخپاڼه به خپره شي، هره اوونۍ زموږ نرخپاڼه خپریږي، د ډالرو په بیه کې دوه درې افغانۍ بدلون راغلی دی، همدې بدلون ته په کتو به زموږ نوې نرخپاڼه خپره شي، د کابل ښاروالي دنده لري چې خلکو ته باید په اصلي بیه مواد ورسیږي او په هیڅ صورت له اصلي بیې پورته په چا توکي ونه پلورل شي."

ښاغلی بارکزی له خلکو غواړي، چې د ستونزې پر مهال د کابل ښاروالي د شکایتونو برخې ته احوال ورکړي، چې په خبره یې دوی به له سرغړونو سره سخت چلند وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان کې د طالبانو د بیاځلي واکمنېدو له پیل راهیسې بې‌کاري خپل اوج ته رسېدلې ده او زیات شمېر خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

تازه د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي توماس نیکلاسن، چې له اوونیز سفر ورسته له کابل بروکسل ته رسیدلی په خپلو ټوېټونو کې ویلي، په افغانستان بشري وضعیت د بدترېدو په حال کې دی او سخت ژمی هم رانېږدې دی.

په دې اړه نور: توماس نيکلاسن: افغانستان کې بشري وضعيت مخ په خرابېدو دی

څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر(اوچا) هم په افغانستان کې روان بشري وضعیت اندېښمنونکی بللی و.

اوچا ویلي و، په افغانستان کې اوس مهال ۲۴ ملیون وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړ دي، ۲۵ ملیون وګړي یې په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي او نولس ملیون وګړي د خوړو خوندیتوب نه‌لري.