له هند د بښنې د نړيوال سازمان غوښتنه: نيول شوي افغان لاريونوال خوشې کړئ

د بښنې نړيوال سازمان نښان

د بښنې نړیوال سازمان یا امنیستي انټرنشل د هند د پلازمېنې نوي ډیلي له پولیسو غوښتي چې هغه افغان کډوال خوشې کړي چې په کابل کې پر یوه ښوونیز مرکز د وروستۍ حملې په غبرګون کې یې مظاهره کړې وه او نیول شوي دي.

په امنیستي انټرنشنل سازمان کې د افغانستان د برخې کمپاینرې سمیرا حمیدي په خپله ټویټر پاڼه کې د هند لپاره د دې سازمان د برخې یو ټویټ ایښی چې په‌کې د هند له پولیسو د دغو مظاهره کوونکو د خوشې کېدو غوښتنه شوې ده.

د کابل پر کاج ښوونیز مرکز د تېرې جمعې د ورځې په برید کې چې هزاره ګان په نښه شوي و، لږ تر لږه ۵۳ کسان وژل شوي او له سلو زیات نور ټپیان شوي دي.

د وژل شویو ۴۶ یې نجونې او ښځې دي.

د دغه برید په وړاندې د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې پر مظاهرو سربېره په یو شمېر هېوادونو کې هم مظاهرې وشوې چې تر ډېره په‌کې د هزاره ګانو وژنې دې بندې شي، شعارونه ورکول کېدل.

په افغانستان کې دننه ډېرې مظاهرې د طالبانو د وسله‌والو له‌خوا په هوایي ډزو او د اعتراض کوونکو په وهلو ډبلو تیت و پرکې شوې.

يو شمېر لاريونوالې

د دغه خونړي برید په وړاندې په نوي ډیلي کې د ترسره شوې مظاهرې په اړه د امنیستي انترنشنل د هند برخې په څو ټویټونو کې ویلي چې، د تر لاسه شویو معلوماتو له مخې په نوي ډیلي کې یو شمېر افغان کډوال چې په جنترمنتر سیمه کې د اعتراض لپاره راټول شوي و، نیول شوي دي.

د نیول شویو کسانو شمېر نه‌دی ښودل شوی خو ویل شوي چې مظاهره کوونکي له دې سره سره چې د نوي ډیلي پولیسو ورته د امنیتي او نورو ملحوظاتو پر اساس د مظاهرې اجازه نه وه ورکړې، دغه مظاهره ترسره کوله.

د بشري حقونو دغې مدافع ډلې ویلي، د اجازې نه‌لرل او د نورو اداري اړتیاوو نه پوره کېدل باید یوه مظاهره غیرقانوني ونه بولي او نه هم هغه د یو شمېر کسانو د نیولو لپاره اساس وګرځي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي اعتراض د هر انسان حق دی نه امتیاز او که بندیز هم پرې لګیږي، باید د ځای، وخت او د مظاهرې د بڼې په اړه معقولې اندېښنې وي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي اعتراض د هر انسان حق دی

خو د بښنې د نړیوال سازمان په وینا د یوې مظاهرې لپاره د اړتیا وو د پوره کولو په برخه کې باید مناسب او اړین اقدامات وشي.

هندي چارواکو او د نوي ډیلي پولیسو تر اوسه د امنیستي انترنشنل د دغې غوښتنې په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی او نه هم په هندي رسنیو کې په دې اړه څه خپاره شوي.

نوی ډیلی له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي له سرپرست حکومت سره یې په احتیاط اړیکې پالي.

د کابل په لوېدیځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز برید چې په کور دننه او نړیواله کچه غندل شوې، تر اوسه یې مسؤلیت چا یا کومې ډلې نه‌دی اخیستی خو له دې مخکې د ډېرو دا ډول بریدونو مسؤلیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې اخیستی دی.

هغه ډله چې د امنیتي چارو د کار پوهانو په وینا طالبانو ته یې سرخوږی جوړ کړی دی.