طالبانو کندهار کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د ږيرې د پرېښودو ژمن‌پاڼې وېشلي

ارشيف

د کندهار د پوهنې ریاست هغه ښوونکي چې نوي دنده پیلوي، مکلف کړي چې د دوی د اصولو پر بنسټ، خپله ظاهري قیافه برابره کړي.

له دې ښوونکو یوه تعهدپاڼه اخستل کېږي چې باید ورته ژمن اوسي.

ازادي راډیو ته یوې سرچینې د خپل هویت د پټ ‌ساتلو په شرط دا تعهدپاڼه را لېږلې.

په دې تعهدپاڼه کې چې د تعهد کوونکي او د پوهنې ریاست د یوه چارواکي د لاس‌لیک سربېره په کې د پوهنې ریاست مهر هم لګېدلی او لیکل شوي: "زه ...... د ....... زوی تعهد کوم چې ږیره په سنت طریقه د برابرولو ترڅنګ، ځان په ټولو شرعي اصولو برابرولو ته ژمن یم."

په کندهار کې یو بل ښوونکي چې هغه هم دا تعهدپاڼه لاس‌لیک کړې، د خپل هویت د پټ ساتلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، دی مجبور و چې دا تعهدپاڼه لاس‌لیک کړي.

ياد ښوونکی وايي: "دا یو غیرمنطقي اقدام دی او باید په کلکه یې مخنیوی وشي. زما له طالب چارواکو دا هیله ده چې د خلکو په شخصیاتو کار و نه‌لري او د خلکو فردي ازادي خوندي کړي."

کندهار کې يو ښوونځی - ارشيف

د دې موضوع په اړه مو د کندهار د پوهنې له رئیس مولوي نقشبندي سره اړیکه ونیوه، خو زمونږ اړیکه یې ځواب نه‌کړه.

په کابل کې مو د طالبانو د پوهنې وزارت سره هم دا موضوع شریکه کړه، خو د دې وزارت ویاند عزیزاحمد ریان هم ځواب را نه‌کړ.

په کندهار کې له نهم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تلونکو زده‌کوونکو هم ورته یو تعهد اخيستل کېږي.

دوو زده‌کوونکو په دې اړه ازادي راډیو سره خبرې کړي، خو غوښتنه یې کوله چې هویت یې پټ وساتل شي.

"دا افراطي او بې‌باکه شرایط دي"

د دوی په خبره، طالبان غواړي ټول هغه زده‌کوونکي چې له نهم ټولګي پورته ټولګیو کې زده‌کړې کوي، ږیرې پرېږدي، خپل سرونه پټ وساتي او تر څنګ یې خپل ویښتان ساده پرېږدي.

په کندهار کې د یوولسم ټولګي یو زده‌کوونکی وايي: "دا افراطي او بې‌باکه شرایط دي. په دې ډول شرایطو سره د زده‌کوونکو د زده کړو مخه نیول کېږي او د پوهنې په سیسټم کې پېچلتیا رامنځ‌ته کېږي او د پوهنې سیسټم به بیخي فلج کړي."

په کندهار کې یو بل زده‌کوونکی چې نه‌غواړي نوم او غږ یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، طالبانو له هغو زده‌کوونکو سره ډېر بد چلند کوي چې د دوی اصول نه مني.

له دې وړاندې بیا داسې راپورونه هم خپاره شوي چې طالبان په دولتي ادارو کې هغو کسانو ته د داخلېدو او کار کولو اجازه نه ورکوي چې ږیره و نه‌لري او د دوی په اصولو برابر نه وي.

طالبانو تر اوسه د شرعي اصولو په نوم وړاندیز کړل شویو شرایطو ته هیڅ تعریف نه‌دی وړاندې کړی او یوازې هر څه یې په ږیره او د ویښتو په پټولو پورې محدود کړي دي.

د طالبانو په لومړي ځل واکمنۍ کې هم هیڅ زده‌کوونکي او محصل له بګړۍ او ږیرې پرته ښوونځي او پوهنتون ته د تلو اجازه نه درلوده او طالبانو به هغه کسان په درو وهل چې ږیره به یې نه پرېښوده او سر به یې نه پټوو.