طالبان: له دې وروسته هېڅ ډاکتر د شفري نسخو د لیکلو اجازه نه‌لري

ارشیف: ننګرهار کې د ډاکترانو او درملتونونو یوه پلازه

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت پرېکړه کړې له دې وروسته هېڅ ډاکتر له درملتونونو سره د اړیکو پر بنسټ، د شفري نسخو د لیکلو اجازه نه‌لري.

د دې وزارت د ویاند شرافت زما له‌خوا رسنیو ته استول خبرپاڼه کې د ډاکترانو له‌خوا درملتونونو ته د شفري نسخو لیکل، غیرقانوني بلل شوي.

دې خبرپاڼه کې زیاته شوې، ډېر ژر به اړونده ادارو ته په رسمي او مکتوبي شکل دا خبر ورکړل شي.

د طالبانو د روغتیا وزارت دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې افغانان شکایت کوي، ډاکتران له درملتونو سره د خپلو اړیکو له مخې، شفري نسخې لیکي چې دا درمل بیا په نورو درملتونونو کې نه پیدا کېږي.