خلک: د کثافاتو زياتوالي د کندهار ښار ښکلا کمه کړې ده

ارشيف

د کندهار اوسېدونکي وايي، په دې ورستیو کې د ښار په بېلابېلو برخو کې د کثافاتو زیاتوالي د ښار ښکلا کمه کړې ده.

دوی له اړونده ادارو غواړي چې پر وخت د کثافاتو او د ښار پاکوالي ته پام ډېر کړي.

بل‌خوا د کندهار ښاروالي وايي، د همکارو مؤسسو په مرسته یې د دغه ښار د پاکوالي او سرسبزۍ په برخه کې شپږ میاشتنی پروګرام پيل کړي چې په‌کې زرګونه کسان د ښار د پاکوالي په برخه کې په کار بوخت دي.

نور تفصیل د صادق رښتیني په راپور کې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار راپور