امریکا د افغانانو د دایمي ویزو د ورکړې بهیر چټکوي

ارشیف

د امریکا د متحد ایالتونو حکومت غواړي چې د هغو افغانانو د دایمي ویزې د ورکړې بهیر به چټک کړي چې امریکا ته رسيدلي دي.

په متحد ایالتونو کې داسې په لسګونو زره افغانان ژوند کوي چې په افغانستان کې یې د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې له امریکایایي پوځیانو سره همکاري کړې دي خو اوس د بېلابېلو ستونزو له امله، لکه د اسنادو د چمتو کېدو له امله نه دي توانېدلي چې ویزه ترلاسه کړي او دې ته انتظار دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوی ته ویزې ورکړي.

د لورین پیټرسن په نوم د کډوالو یوې وکیلي وویل چې د دې ګڼ موکیلین د اسنادو ستونزه لري او وایي چې په بیړه له افغانستانه وتلي دي اسناد یې پاتې شوې دي.

د مېرمن پیټرسن په وینا یو شمېر افغانان بیا وایي، دوی چې کله له افغانستانه وتل، ورسره اسناد یې سوځولي دي حتی په ټیلیفونونو کې ورسره ثبت شوي اسناد یې له دې وېرې چې د طالبانو له پوستو تېرېدل، پاک کړې دي.

په امریکا کې د این پي ار په نوم راډیو ته مېرمن پیټرسن دا خبره هم وکړه چې په اوسط حساب د یوې دایمي ویزې لپاره نولس میاشتې په کار دي او که څوک اسناد چمتو نه کړي نو د هغوی برخلیک نه معلومېږي.

د ولسمشر بایډن ادارې ژمنه کړې ده چې روانه اکټوبر میاشت به د کډوالۍ په بهیر کې پراخ بدلونونه راولي، خو دوی به د بشري خواخوږۍ پر بنسټ موقتي درخواستونه ونه مني.

د لورین پیټرسن په نوم د کډوالو یوې وکیلي وویل چې د دې ګڼ موکیلین د اسنادو ستونزه لري او وایي چې په بیړه له افغانستانه وتلي دي اسناد یې پاتې شوې دي.

د سپینې ماڼۍ ویاند کرین جین پیر وویل چې دا بدلون به دې ته لاره هواره کړي چې د دایمي ویزو د ورکړې چارې ګړندۍ شي.

نوموړې وایي چې تر دې وروسته به افغانان پرته له دې چې په تمځایونو کې ژوند وکړي، د مېشتېدو ځایونو ته لېږدول کېږي.

د دې بدلونونو سربېره ټاکل شوې ده چې په کانګرس کې افغانانو ته د امریکا د دایمي ویزو د ورکړې پر موضوع بحث وشي، خو تر اوسه دا څرګنده نه ده چې کانګرس به کله په دې اړه رایي ورکوي.