د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله اسټرالیا ته روانه شوه

د افغان کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په متحده عربي اماراتو کې له اونیز تمریناتي کمپ وروسته نن اسټرالیا ته روانه شوه.

په اسټرالیا کې د راروان نړیوال شل اوریز جام کې د ګډون په هدف افغان لوبډه دې هېواد ته روانه شوې.

افغان لوبډلې په عربي متحده اماراتو کې د سپټمبر له ۲۳ مې نېټې تمرینات پیل کړي وو.

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف له ازادي راډیو سره په خبرو کې افغان لوبډه د نړېوال شل اوریز جام لپاره چمتو وښوده.

ښاغلي اشرف وویل، په عربي متحده اماراتو کې افغان کرکټرانو د توپ اچونې، توپ وهنې او ډګر ساتنې په برخه کې ښه تمرینونه وکړل.

هغه زیاتوي: 'تیاریانې ډېرې ښي دي، فټنس هم ښه دی، نږدې ورځو کې اسیايي جام سیالۍ تېرې شوې قوي ټیمونه سره، له دې هم لوبغاړو ډېر څه زده کړي دي. د دې لپاره چې سخت کرکټ و او له قوي ټیمونه سره وو، لوبډله له یو اونۍ تمرینونو وروسته اسټرالیا ته ځي او هلته به ۱۵ ورځې د قرنطین پر مهال هم تمرینونه وکړي او له دې سره به د اماده ګۍ هغه فیصدي نور هم لوړه شي."

اشرف وايي، هغه افغان لوبغاړي چې په بهرنیو لیګونو کې لوبېږي په یوه اونۍ ګې به له لوبډلې سره یو ځای شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر په خبره، سره له دې چې افغانستان په دې جام کې له پیاوړو لوبډلو سره مخامخ دی خو باید وویل شي چې افغانستان په شل اوریز فارمټ کې ښه لوبغاړي لري او د راتلونکو سیالیو ګټل به د نور لوبډلو لپاره هم سخت وي.

په عربي متحده اماراتو کې افغان کرکټرانو د توپ اچونې، توپ وهنې او ډګر ساتنې په برخه کې تمرینونه وکړل.

خو د کرکټ یو شمېر افغان مینه وال له نړیوالو جام مخکې له یو شمېر پیاوړ لوبډلو سره د افغان لوبډلې د سیریزونو نشتون یوه جدي ستونزه یادوي.

د کرکټ مینوال بادام احمدزی: "افغان لوبډلې نوملړ ته په کتو ښه لوبغاړي انتخاب شوي، خو یو څه چې باید تر سره شوي وای هغه د نړیوال جام نه وړاندې یو لړ سیریزونه و چې کولای شو د نړېوال جام لپاره یې زموږ لوبډله ښه چمتوی کړی وای."

د کرکټ یو بل مینه وال احمد الهام وویل: "د نړۍ ټولې لوبډلې اوسمهال په خپل منځونو کې له یو بل سره سیالۍ کوي خو زموږ لوبډله څو مره چې تمه و هغومره تمرینات نه لري، له دې ټولو سره هیله شته چې زموږ ټیم ښې لوبې وکړي."

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام به د راتلونکې اکټوبر میاشتې پر ۲۲مه نېټه په اسټرالیا کې پیل شي.

افغانستان په دغه جام کې خپل لومړنۍ لوبه د اکټوبر په ۲۲ له انګلنډ او د همدغې میاشتې په ۲۶ مه له نیوزیلنډ سره کوي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

افغانستان سره په ګروپ کې معلومې لوپدلې د اسټرالیا، نیوزیلنډ او انګلنډ دي او دوه نورې هغه لوبډلې به هم ورسره لوبې وکړي چې د غوراوي‌ پړاو له سیالیو وروسته دې ګروپ ته راځي.