د اوکرايين په څلورو سيمو کې د روسيې په ملاتړ ټولپوښتنه پای ته ورسېده

اوکرايين کې ټولپوښتنه

د اوکرايین په جنوبي او ختیځو څلورو سیمو کې چې ډېرې برخې یې د روسیې تر اشغال لاندې دي، چارواکو د ټولپوښتنې یاریفراندم د پای ته رسېدو اعلان وکړ.

دغه ټولپوښتنه چې پنځه ورځې یې دوام وکړ، په‌کې د دې سیمو له اوسېدونکو غوښتل شوي و چې، ایا غواړي له روسیې سره یو ځای شي او کنه؟

د ټولپوښتنې له پای ته رسېدو سره سم د رایو د شمېرلو بهیر پرون پیل شو.

اوکرايین، لویدیځو هېوادونو او ملګروملتونو دغه ټولپوښتنه له نړیوالو قوانینو سره سره په ټکر کې بللې او هغه یې رد کړې ده.

دغه ټولپوښتنه په لوهانسک، دونیڅک خیرسون او زاپوریژیا سیمو کې تر سره شوه چې د راپورونو له مخې په ځینو سیمو کې چارواکو د رایې صندوقونه کورپه کور ګرځول.

د روسیې د مشرانو جرګې رئیس ویلي چې، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین به د سپټمبر په ۳۰مه د دغه ریفراندم په اړه د پارلمان له غړیو سره خبرې وکړي او وکیلان به هم له روسیې سره د دغو سیمو د الحاق په اړه یو قانون د اکتوبر تر ۴مې پورې وڅیړي.

ټولپوښتنه د روسيې تر واک لاندې سيمو کې شوې

د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ هم د روسیې دغه ریفراندم له نړیوالو قوانیونو څخه بربڼده سرغړونه وبلله.

په عین حال کې تېره شپه د اوکرايین په ختیځ او شمال ختیځ د خارکییف په ګډون په ځینو برخو کې د اوکرایيني او روسیي ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه وه.

د اوکرایين ولسمشر ولادمیر زلنسکي وویل، د دونیڅک ختیځه برخه چې د روسیې د ستراتیژیکو لومړیتوبونو څخه ده، د اوکرايین په کنټرول کې ده او په څو ښارونو کې جګړه دوام لري.

سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، روسیې په ادیسه ښار کې پر پنځو ځایونو توغندویي بریدونه کړي او په وروستیو ورځو کې د دوی په خبره روسیې له ایراني ساخت بې پیلوټه الوتکو کار اخیستی دی.

دا ټولپوښتنه په نړيواله کچه غندل شوې هم ده.

د اوکرايین د جنوبي سیمې لپاره د عملیاتو قومندانۍ خبر ورکړ چې په خیرسون کې په تهاجمي عملیاتو کې د روسیې ۷۷ سرتېري وژل شوي، ۶ ټانکونه، د الوتکو ضد درې دستګاوې او ۱۴ زغروالې وسیلې یې له منځه وړل شوي دي.

په شمال ختیځ خارکیف کې هم پرون جګړو دوام درلود.

هم‌مهاله د اوکرايین د جګړې لپاره د روسیې د احتیاطي سرتېرو د منسجم کولو اعلان په روسیه کې په کور دننه پراخو اعتراضونه ته لاره هواره کړې ده.

د اوکرايین د بشري حقونو یوې ډلې چې د دې هېواد سیاسي وضعیت څاري ویلي، د سپټمبر تر۲۶ پورې له ۲۳۸۰ زیات اعتراض کونکي په روسیه کې نیول شوي دي.