له طالبانو د امنيت شورا بيا ځلي غوښتنه: د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړئ

امنيت شورا

د ملګروملتونو د امنیت شورا د تېرې شپې د غونډې ویناوالو په ټوله کې په افغانستان کې روان وضعیت ته اندېښنه وښوده او له طالبانو یې وغوښتل چې د افغان نجونو او ښځو د زده کړې او کار د حقونو په ګډون د ټولنې د ټولو قشرونو د حقونو درناوی وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت، یوناما مرستیال مارکوس پوتزل وویل، له دې ویره لري چې په افغانستان کې د طالبانو له چارواکو سره د ښکېلتیا د ستراتېژۍ په اړه د نړیوالې ټولنې د ډېرو غړیو صبر پای ته په رسېدو دی.

نوموړي وويل: "که طالبان د افغاني ټولنې د ټولو عناصرو اړتیاوو ته ځواب ورنه‌کړي او له نړیوالې ټولنې سره د فرصت په خورا محودې کړکۍ کې په رغنده توګه ښکېل نه‌شي، څرګنده نه‌ده چې راتلونکې به څه وي. لا ټوټه کېدا، انزوا، بې‌وزلي او کورنۍ شخړې د احتمالي سناریوګانو له ډلې دي چې احتمالاً به د ډله‌ییزې کډوالۍ او د ترهګرو سازمانونو لپاره د مناسب کورنۍ چاپيریال د رامنځته کېدو او همدارنګه د افغانانو لپاره د لوی بدبختۍ سبب وګرځي."

مارکوس پوتزل

د ښاغلي پوتزل په خبره همدا لامل دی چې، موږ باید د طالبانو له حکومت سره ښکېلتیا ته دوام ورکړو.

نوموړي که څه هم د طالبانو حکومت ټولشموله ونه باله خو ویې ویل چې، هڅې یې د داسې یوه حکومت د رامنځته کولو لپاره دي چې د افغانانو د ګټو لپاره کارو کړي او د نړیوالې ټولنې نورمونو ته هم درناوی وکړي.

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي چې، د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا دې غونډې ته بلل شوې وه وویل، مخکې له دې چې دې غونډې ته راشي له ډېرو افغانانو، ښځو او سړو سره یې خبرې کړې وې او هغوی ترې غوښتي چې د دوی دغه پیغام د دې غونډې ګډنوالو ته ورسوي.

"د افغانستان خلک بېریدلې او مات شوي دي."

نوموړې ويلي: "د افغانستان خلک پر دې چې نړۍ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د اوسني جنسیتي تبعیض په اړه خپل غږ نه‌دی اوچت کړی، ناهیلې شوي، بېریدلې او مات شوي دي. د هغې ډلې په وړاندې چې کورنی او نړیوال مشروعیت نه‌لري. د افغانستان خلک دې مسلي هم چې د نړۍ مشرانو د ملګروملتونو ۷۷يمې عمومي اسامبلې ته په ویناو کې د افغانستان د ۴۴ ملیون وګړو کړاوونو او د جنستي تبعیض چې د طالبانو حکومت یې د خپلو خلکو په وړاندې پرمخ وړي، یادونه ونه‌کړه، ناهیلي کړي دي. خو له دې سره سره دوی هیله من دي چې دغه نړیواله شورا به چې اساسي مسؤلیت یې په نړۍ کې د نظم او ثبات ټینګښت دی، د دوی په استازیتوب د ټولو انسانانو د حقوقو او وقار د خوندي کېدو لپاره اقدام وکړي."

فوزيه کوفي

د کوفي په خبره هېوادوال یې له نړیوالې ټولنې غواړي چې اوسنی وضعیت یې درک کړي او زیاته یې کړه، ښځې اوس په افغانستان کې ځای نه‌لري او خلک یې هم په اوس وخت کې له راتلونکې بې برخې دي.

د ملګروملتونو د امنیت شورا دې غونډې ته د امریکا استازي د افغانستان روان امنیتي، سیاسي بشري او اقتصادي وضعیت ته اندېښنه وښوده او ویې ویل، په افغانستان کې امنیتي او اقتصادي وضعیت لا په خرابېدو دی او په دې هیواد کې بشري اړتیاوې هم د زیاتېدو په حال کې دي.

هغه پر طالبانو انتقاد وکړ او ویې ویل، له کله چې پر افغانستان واکمن شوي، په تېره بیا د نجونو او ښځو ډېر حقوق یې تر پښو لاندې کړي دي.

د هغه په خبره طالبان له شپږم ټولګي پورته نجونې نه پرېږي چې ښوونځي ته لاړې شي.

خو د امریکا استازي له دې سره سره د افغانستان له خلکو سره د امریکا د مرستو پر دوام ټینګار وکړ.

نوموړي وويل: "موږ د افغانستان له خلکو سره د اساسي مرستو په برخه کې په خپلو ژمنو ولاړ یو او له یوناما سره به په ګډه په اوس وخت او راتلونکې کې له نژدې د افغانانو ملاتړ وکړو."

د يو کال په تېرېدو لا هم د نجونو ښوونځي تړلي دي.

د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا غونډې ته د افغانستان په استازیتوب د پخواني حکومت د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وینا وکړه او د طالبانو پر حکومت یې د کړو وړ په خاطر پر انتقاد سربېره له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په دغو سختو حالاتو کې د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د ملګروملتونو په امنیت شورا کې د هند استازې په خپلو خبرو کې وویل چې، له افغانستان سره د هند مرستې له دې هېواد سره د تاریخي دوستۍ او له افغانانو سره د ځانګړو اړیکو پر اساس ترسره کېږي.

هند تر اوسه له افغانستان سره د غنمو، طبي وسایلو او نورو توکو د لسګونو زره ټنو مرستې کړي دي.

په ملګروملتونو کې د چین استازي چې هېواد یې د طالبانو له حکومت سره ښې اړیکې پاللي، پر نړیوالې ټولنې انتقاد وکړ چې پر طالبانو دې له فشارونو او مخالفته لاس واخلي او پر ځای دې ورسره د عملي او مثبت تعامل لاره خپله کړي ترڅو ګډ تفاهم او باور رامنځته شي.

د طالبانو حکومت چې تر اوسه د نړۍ هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی، د ملګروملتونو سازمان ته یې وړاندې شوی استازی سهیل شاهین هم تر اوسه نه‌دی منل شوی او په دې سازمان کې د افغانستان استازولي تر اوسه د پخواني ړنګ شوي حکومت استازی کوي.