د پوهنې وزارت لپاره د نوي وزير ټاکل به د نجونو د زده‌کړو برخه کې مرسته وکړی شي؟

د افغان نجونو ښوونځی

د طالبانو حکومت د کندهار د علماو د شورا پخوانی رئیس مولوي حبیب الله آغا د پوهنې د سرپرست وزیر په توګه ټاکلی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې ویلي چې، د پوهنې سرپرست وزیر مولوي نورالله منیر د مرکزي دارالافتا د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.

مولوي منیر د نجونو د تعلیم په باب وخت نا وخت داسې لانجمنې څرګندونې کولې چې ډېر بحثونه یې پارول.

په یوه مورد کې یې د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د ازادۍ راډیو د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، په افغانستان کې سپین ږيري خپلو ۱۶ کلنو لوڼو ته اجازه نه ورکوي ښوونځي ته ولاړې شي.

که څه هم د ښاغلي مجاهد په بیان کې د پوهنې د وزیر د لیرې کېدو یاهم د نوي وزیر د ټاکنې د علت په اړه څه نه‌دي ویل شوي خو د افغانستان د پوهنې وزارت ته له هغه مهاله چې طالبان پر افغانستان واکمن شول هم په هېواد کې دننه د افغانانو او هم د بهرنیانو پام ورواوښت، ځکه طالبانو له واکمنېدو سمدستي وروسته د نجونو د منځنيو ښوونځیو او لېسو دروازې وتړلې.

ایا د پوهنې وزارت لپاره د نوي وزیر ټاکنه به د نجونو د تعلیم په برخه کې کومه مرسته وکړای شي؟

په دې اړه احمد تکل د متحدو ایالتونو د کالیفرنیا د پوهنتون له استاد ډاکټر زمان ستانیزي سره مرکه کې کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي دي چې د پوهنې د وزیر د بدلولو پرېکړې ته په کوم نظر ګوري؟

د ښاغلي زمان ستانيزي مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ډاکټر زمان ستانيزي مرکه