د جرمني صدر اعظم: نړيواله ټولنه دې اوکرايين کې د روسيې د ټول‌پوښتنې پلان رد کړي

د جرمني صدرعظم اولاف شولڅ

د جرمني صدرعظم اولاف شولڅ وايي، نړیواله ټولنه دې هغه ټول‌پوښتنې رد کړي، چې په اوکرايین کې د روسیې تر ولکې لاندې سیمو لپاره پلان شوې دي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې روسي رسنیو پرون راپور ورکړ، هغه ډله چې ځان په خرسون کې د عمومي شورا ډله ګڼي، غواړي ډېر ژر یوه ټولپوښتنه راوبولي، چې له روسیې سره د خرسون د یوځای کېدو په باب پرېکړه وشي.

مسکو د روسیې له خاورې سره د اوکرايین د هغو سیمو د یو ځای کېدو لپاره چې تر ولکې لاندې یې دي، د ټولپوښتنو پروګرام مخې ته وړي.

د مسکو د پلان له مخې به په دغو ټولپوښتنو کې د روسیې له خاورې سره د لوهانسک، دونیڅک، خارکیف، خرسون او زاپوریژیا د نیول شویو سیمو د یوځای کېدو په باب پرېکړه وشي.

خو د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ له دې طرحې سره خپل سخت مخالفت وښود او پرون یې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې خبریالانو ته وویل، دا واضيح ده چې د ده په وینا دا جعلي ټولپوښتنې نه‌شي کولی د منلو وړ وي او دا کار له نړیوالو قوانینو سره اړخ نه لګوي.

د جرمني صدراعظم له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه، چې د مسکو دغه طرحه رد کړي.

روسیې په اوکرايین کې د بېلتونپالو تر ولکې لاندې سیمې دونیڅک او لوهانسک د دونیڅک د خلکو جمهوریت او د لوهانسک د خلکو جمهوریت په نامه په رسمیت پېژندلي او د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پر اوکرايین تر یرغل مخکې یې دغه دوې سیمې د خپلواکو دولتونو په توګه په رسمیت وپېژندلې.

اوکراييني سرتېري د جګړې په کرښه کې - ارشيف

د روسیې پخواني ولسمشر دمیتري مدویدېف چې دا مهال د امنیت شورا مرستیال دی، پرون په خپل ټلګرام کې ولیکل، چې په اوکرايین کې د روسیې تر ولکې لاندې سیمو کې ټولپوښتنې د عدالت تاریخي تامینولو لپاره مهمې دي.

که څه هم روسیې د ټولوپوښتنو دقیقه نېټه نه ده اعلان کړې، خو د واکمن ګوند متحدې روسیې یوه غړي اندري تورچاک سپارښتنه کړې چې دغه ټولپوښتنه دې د روان میلادي کال د نوامبر پر څلورمه وشي، چې د روسیې د ملي یووالي د ورځې په مناسبت رخصتي ده.

د اوکرايین د بهرنیو چارو وزیر دمیتري کولیبا د اوکراین په خاوره کې د ټولپوښتنو لپاره د روسیې طرحه وغندله او ویې ویل چې، دوی به له روسیې د خپلې خاورې ازادولو ته دوام ورکړي او دا د اوکرايین حق دی.

اوکرايین د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې د دغه هېواد په شمال ختیځ او جنوب شرق کې د روسیې د حملو په وړاندې متقابل عملیات پیل کړل او د خارکیف له زیاتو سیمو یې روسي ځواکونه وایستل، دوی په دونیڅک او خرسون کې هم ځینې سیمې بېرته ونیولې.

کییف او غربي متحدانو یې ویلي، چې د روسیې تر ولکې لاندې هېڅ کومه سیمه کې به ټولپوښتنې په رسمیت ونه پېژني.