د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

زلنسکي: د اوکراين د خپلواکۍ د کليزې په ورځ د روسي ځواکونو په بريد کې ۱۵ کسان وژل شوي


اوکراين کې لګېدلي مزايل
اوکراين کې لګېدلي مزايل

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي وايي، د اوکراین د خپلواکۍ د کلیزې په ورځ هم د روسي ځواکونو د میزایلو په حمله کې لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي دي.

هغه ویلي، چې دغه حمله په دنیپرو-پیټروفسک (Dnipro-Petrovsk) سیمه کې شوې ده.

اوکراین پرون د خپلې خپلواکۍ ۳۱مه کلیزه ونمانځله.

د اوکراین ولسمشر، ولودمیر زلنسکي وویل، چې د اوکراین په مرکزي برخه کې د رېلګاډي پر یوه تمځای د روسیې په حمله کې شا و خوا ۵۰ نور کسان ټپیان شوي دي.

د اوکراين ولسمشر ولودومير زلنسکي
د اوکراين ولسمشر ولودومير زلنسکي

ښاغلي زلنسکي پرون د ویډیو له لارې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوې غونډې ته وویل، د ژغورنې مامورین په کار بوخت دي او د مرګ ژوبلې شمېر ښايي زیات شي.

سم د لاسه روسيې چارواکو د دې پېښې په اړه تبصره نه ده کړې.

تر دې مخکې د اوکراین په پلازمېنه کییف کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفارت خبرداری ورکړی و، چې روسیه په پام کې لري په راروانو ورځو کې د اوکراین پر غیر نظامي او حکومتي بنسټونو حمله وکړي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي په داسې حال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د ویډیو له لارې وینا وکړه، چې هېواد یې پرون چې د اګست میاشتې ۲۴مه وه، د پخواني شوروي اتحاد له حاکمیت څخه د خپل هېواد د خپلواکۍ یودېرشمه کلیزه ونمانځله.

په عین حال کې پرون پر اوکراین د روسیې د غیرموجه یرغل شپږمه میاشت پوره شوه.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې په حواله، پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیله تر اوسه پورې په لسګونو زره کسان وژل شوي او د اوکراین اقتصاد یې سخت ځپلی دی.

XS
SM
MD
LG