ډبليو‌ اف‌ پي بې‌وزلو ته د مرستې د دوام خبر ورکوي؛ خلک: اړو کسانو ته مرستې نه‌رسېږي

خلکو سره مرستې - ارشيف

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې بې‌وزلو کسانو ته د دوی مرستې دوام لري، خو ځینې کسان وايي دغه مرستې اړو کسانو ته نه رسېږي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان پر اقتصادي او بشري وضعیت خبرې کړې دي.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې د بیا ټینګولو څه باندې ۱۳ میاشتې کېږي، خو په دې موده کې د اقتصادي رکود او د بې‌وزلۍ د پراخېدو ګڼ راپورونه ورکړل شوي دي.

له ۱۳ میاشتو راهیسې چې طالبانو پر افغانستان بیا ولکه تینګه کړې، ګڼو ادارو په دغه هېواد کې د بې‌وزلۍ د پراخېدو او اقتصادي رکود په باب راپورونه ورکړي دي.

خو د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د دوی د مرستې رسونې چارې لا هم دوام لري او یوازې یې تېره اوونۍ په فاریاب ولایت کې له ۴۰۰۰ اړو کورنیو سره د خوړو مرسته کړې ده.

د دغې ادارې ویاند وحید اله اماني، ازادۍ راډیو ته وویل: "د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP مرستې د افغانستان په ټولو برخو او ولسوالیو کې دوام لري. هره ورځ له اړو کورنیو سره مرسته کېږي. د بېلګې په توګه ویلی شو چې د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د احمد نسیم کورنۍ د ۴۰۰۰ هغو کورنیو په ډله کې شامله وه چې د خوړو نړیوال پروګرام ورته دا اوونۍ مرستې ورسولې."

افغانستان کې بې‌وزلي او فقر تر بل هر وخت ډېر شوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي وايي، دوی روان کال په افغانستان کې له ۲۱ میلیون زیاتو افغانانو سره مرسته کړې ده.

د افغانستان له زیاتو برخو هره ورځ اورېدونکي له ازادۍ راډیو سره په تماس کې شکایت کوي، چې په ځینو مواردو کې مرستې اړو کسانو ته نه رسېږي.

د هلمند د مارجې ولسوالۍ يو اوسېدونکی چې خپل نوم يې نه دی اخيستی وايي: "زموږ په ولسوالۍ کې چې مرستې وېشل کېږي، خوار او غریب کس ته نه رسېږي. خوار او غریب چې خبرېږي له وخته نومونه لیکل شوي وي او کارډونه ورکول شوي وي. دغه کسان پر جوماتونو ګرځي، هر څوک چې بیداره یا چالاک و، خپل نوم لیکي، خوار او غریب پاتې دی. دوی دې معلومات وکړي."

خو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، دوی د خپلو مرستو وېش څاري او په افغانستان کې د نورو ادارو له خوا هم په بېلابېلو برخو کې مرستې روانې دي.

د مرستو په انتظار ولاړې مېرمنې

د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي، په ۲۰۲۱م کال کې یې په افغانستان کې ۱۴ ملیون کسانو ته د خوراکي توکو د مرستې رسولو هدف ټاکلی و، خو د هغه کال د اګست میاشتې له سیاسي تحولاتو وروسته د خلکو اړتیاوې زیاتې شوې او دوی وتوانېدل تر ۱۵ ملیونو ډېرو کسانو سره د خوراکي توکو مرسته وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي توماس ویست په نیویارک کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري او په بهرنیو چارو کې د دولت له وزیري حنا رباني کهر سره د نورو موضوعاتو تر څنګ په افغانستان کې د بشري او اقتصادي بحران په وړاندې د ګډې لېوالتیا پر ملاتړ بحث کړی دی.