د تاجکستان او قرغیزستان جګړه؛ د وژل شویو کسانو شمېر ۳۶ ته ورسېد

د تاجکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډې پولې یوه څنډه

د قرغیزستان چارواکي وایي، له تاجکستان سره پر پوله جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر شپږ دېرشو ته پورته شوی دی.

د قرغیزستان د روغتیا وزارت نن د سپټمر په ۱۸مه ویلي، په سخته ځپل شوې سیمه باتکین کې ۱۲ نور جسدونه هم موندل شوي دي.

د منځنۍ اسیا د دغو دواړو ګاونډیو قرغیزستان او تاجکستان ترمنځ دغه تاوتریخوالی د ۲۰۲۱ کال د تاوتریخوالي پرتله هم خونړی دی، هغه مهال ورته سرحدي شخړه کې دواړو لوریو ته ۲۲ کسان ووژل او لږ تر لږه ۱۵۰ نور ټپیان شول.

تاجکستان تراوسه په دغې شخړه کې د وژل شویو رسمې شمېرې نه دي اعلان کړي، خو یو شمېر چارواکو د نوم نه ښودو په شرط د ازادي راډیو تاجکستان څانګې ته ویلي چې د سرحدي جګړې په پایله کې لږ تر لږه ۳۹ تاجک وګړي وژل شوي دي.

پرون شنبه ناوخته څو ساعته وروسته تر دې چې اوربند عملي بڼه غوره کړه، دواړو لوریو راپور ورکړ چې پر سرحدي کلیو باندې یې ډزې شوي دي.

د تاجکستان چارواکو د قرغیزستان ځواکونه تورن کړي چې له اوش سیمې نه یې پرون په لخش ولسوالۍ کې پر خلکو توغندي ویشتي دي.

د تاجک چارواکو په خبره، دغو توغندیو کې څلور تنه ټپیان شوي او درې کورونه ویجاړ شوي دي.

دغه راپور سملاسي خپلواکو سرچینو نه دی تایید کړی.

د تاجکستان او قرغیزستان ترمنځ د وروستي تاوتریخوالي لامل هم نه دی روښانه شوی، خو په منځنۍ اسیا او په ځانګړې توګه اوش کرنیزه او حاصل ورکوونکې دره کې دا شخړې د شوروي اتحاد له وخته پاته دي.

هغه مهال چې د دغو هېوادونو ترمنځ د بېلتون پولې جوړېدې نو په لوی لاس یې ډلې او قومي ټولنې سره ویشلې.

په تاجکستان او قرغیزستان دواړو کې د روسیې پوځي اډې شته، خو وروستۍ شخړه کې د روسېې ډېر رول نه تر سترګو کېږي، مسکو د سپټمبر په ۱۶مه یو ځل بیا د جګړې د درېدو غوښتنه وکړه.

په سیمه کې وضعیت لا هم کړکېچن ښکاري.

د قرغیزستان د بېړنیو حالاتو وزارت ویلي، له ۱۴۰ زرو ډېر کسان له باتکین سیمې څخه تخلیه شوي دي.

په پلازمېنه بشکیک او نورو ښارونو کې بیا د جګړې ځپل شویو ته بشري مرستې او وینه ټولېږي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې هم پرون شنبه ویلي چې د پوځي تحرکاتو د بشري عواقبو په اړه اندېښنه لري.