یوناما د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل غمجن او د شرم وړ عمل وباله

ارشیف: ارزګان کې د نجونو یو ښوونځی

په افغانستان د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما سرپرست مارک پوټزل د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل، غمجن او د شرم وړ عمل بللی.

یوناما په یوه خبرپاڼه کې د ښاغلي پوټزل له قوله چې په ګرم‌سیرو کې سیمو کې د نوي ښوونیز کال د پیلېدو په مناسبت یې خپره کړې لیکلي: "له شپږم ټولګې پورته ښوونځیو څخه د نجونو روان محرومیت هیڅ ډول معتبره توجیه نه‌لري او په نړۍ کې هېڅ بل ځای دا ډول څه نه‌شته."

د پوټزل په خبره، دا د نجونو یو نسل او په‌خپله د افغانستان راتلونکي ته سخت زیان رسوي.

د یوناما په خبرپاڼه کې دا د اوسنیو واکمنو له‌خوا د پراخې تبعیضې پالیسې او کړنو برخه بلل شوې او زیاته شوې: "دا چاره د نجونو څنډې ته کېدو، له هغوی سره د تاوتریخوالي او ناوړه ګټې اخیستنې ګواښ ډېروي."

یوناما خبرداری ورکړی که د نجونو او ښځو سره دا ډول چلند دوام وکړي، د لویو ناامنیو، بې‌وزلۍ او انزوا په ګډون به، د افغانستان پر وړاندې کړکېچونه لا ژور کړي.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ د سولې، ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو، امنیت، بشري حقونو او اقتصادي بیا رغونې لپاره د مناسبو شرایطو برابرول د طالبانو مسوولیت بللی او ترې یې غوښتي چې هر څه ژر د نجونو ښوونځي پرانېزي او د ښځو د ازادیو او د حقونو د خوندیتوب مخه ونه نیسي.