بوټو: د جیش محمد ډلې مشر 'مسعود اظهر' په افغانستان کې دی

مسعود اظهر

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا کوي چې د جیش محمد سخت دریځې ډلې مشر مسعود اظهر په افغانستان کې دی.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو پرون جمعه د سپټمبر په ۱۶ د ازبکستان په سمرقند کې د شانګهای همکاریو سازمان د سرمشریزې غونډې وروسته دِ هندو او یو شمېر نورو رسنیو سره خبرو کې ویلي، تر هغه ځایه چې ده ته معلومه ده، هغه کس «مسعود اظهر» چې له ۱۹۹۹ کال راهیسې په هند کې د یو شمېر ترهګریزو حملو کولو د هند تر څار لاندې دی او د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې شامل دی، په افغانستان کې دی.

طالبانو تازه په دې اړه د ازاديو راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو وړاندې یې د پاکستاني چارواکو دا ادعا رد کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو

بلاول بوټو رسنیو ته ویلي: "هیله مند دې چې پاکستان ډېر ژر د ځانګړې ډلې د مالي اقدام له نوملړ څخه وویستل شي."

تر دې درې ورځې مخکې د سنبلې په ۲۳ پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت ته په استولي رسمي لیک کې غوښتنه کړې وه چې د جیش محمد ډلې مشر مولانا مسعود اظهر ومومي او ونیسي.

له هغه وروسته چې د دغه لیک په اړه پاکستاني او ځینو نورو رسنیو راپورونه خپاره کړل د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر خپله ټویټر پاڼه په افغانستان کې د مسعود اظهر اوسېدل رد کړي وو.

عبدالقهار بلخې په یو ټویټ کې لیکلي و: "د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د رسنیو هغه راپورونه ردوي چې ګواکې د پاکستان د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر په افغانستان کې پناه راوړې ده. موږ یو ځل بیا ټینګار کوو چې اسلامي امارت د هېڅ هېواد وسله والو مخالفینو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي. همدارنګه له ټولو خواوو څخه غواړو چې په داسې مواردو کې له اسنادو او شواهدو پرته له بې بنسټه ادعاوو ډډه وکړي. دا ډول رسنیزې ادعاوې په دوه اړخیزو اړیکو منفي اغېز کولی شي."

پاکستان وروسته له هغه په افغانستان کې د جیش محمد سخت دریځې ډلې د مشر مسعود اظهر د مېشتېدو ادعا کوي چې د نړیوالې ټولنې له لوري پرې د اظهر د موندلو او هند ته یې د ژر تر ژره سپارولو په برخه کې پرې فشار دی.

همدارنګه د هند حکومت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې مسعود اظهر د «مجرم» په توګه اعلان کړي څو ټول هېوادونه د هغه پر ضد عمل وکړي ویې مومي او محکوم یې کړي، ځکه د هند د حکومت په خبره پاکستان تر اوسه د هغه د موندلو او هند ته یې د ورسپارلو په اړه هڅو کې ناکام دی.

هندۍ رسنۍ دِ هندو په خپل راپور کې لیکلي چې هند په دې باور دی چې اظهر د پاکستاني تاسیساتو لخوا تمویل شوی او هلته ساتل شوی دی.

مسعود اظهر په ۱۹۹۹م کال د طالبانو د حکومت په تېره دوره کې د یوې هندۍ مسافر وړونکې الوتکې په تښتولو کې په لاس لرلو تورن و او تر هغه وروسته یې د هند په بېلابېلو برخو کې د بریدونو په ترسره کولو له کبله هند له پاکستان څخه د نوموړي د ورسپارلو غوښتنه کوله.

هندۍ رسنۍ دِ هندو په خپل راپور کې لیکلي چې هند په دې باور دی چې اظهر د پاکستاني تاسیساتو لخوا تمویل شوی او هلته ساتل شوی دی.

د راپورونو له مخې مسعود اظهر چې له القاعدې او افغان طالبانو سره نږدې اړیکې لري، په ۹۰مه لسیزه کې د حرکت‌المجاهدین وسله‌والې ډلې بنسټ کېښود.

هر هغه څوک چې په تور لېست کې شاملېږي بهرني سفرونه نه‌شي کولای، شتمنۍ یې کنګل او په وسلو ګرځولو یې بندیز لګول کېږي.

نوموړی په ۱۹۹۴ میلادي کال کې د جمو کشمیر په سرېنګر کې د هند ځواکونو له لوري ونیول شو، د دغې ډلې غړو په ۱۹۹۹ میلادي کال کې له هند د نیپال پلازمېنې کټمنډو ته تلونکې الوتکه وتښتوله او په کندهار کې چې د طالبانو پیاوړی مرکز و، ښکته کړه.

د هند حکومت مجبور شو چې د تښتول شویو مسافرو په بدل کې مسعود اظهر له زندانه خوشې کړي چې له ازادېدو وروسته‌یې د جیش محمد ډله جوړه کړه.

دا په داسې حال کې ده چې د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر تر دې وړاندې د پاکستان په بېلابېلو ایالتونو کې مدرسې درلودې، چې وروسته د پاکستان د حکومت له لوري منع اعلان شوې.

پاکستان له دې مخکې هم سخت دریځو ته د ځای او روزنې په ورکولو تورن شوی، خو اسلام اباد دغه تورونه تل رد کړي دي.