اوکراييني چارواکي: ايزيوم ښار ته نږدې يې ۴۴۰ مړي موندلي

اوکرايين کې موندل شوي مړي

اوکرایني چاواکو پرون (پنجشنبه) اعلان وکړ چې په خارکیف سیمه کې د ایزیوم بېرته نیولي ښار ته نژدې یې یو ډله‌ییز قبر موندلی چې د ۴۴۰ تنو مړي په‌کې خښ وو.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اوکرايیني ځواکونو د تېرې اوونۍ په عملیاتو کې له ایزیوم ښاره، چې په خارکیف کې لوژیستیکي مرکز ګڼل کېده، زرګونه روسي پوځیان تښتېدلي دي.

روسي پوځیانو خپله اکثره وسله او مهمات پرې ایښي دي.

د اوکرايین دفاع وزارت په یوه ټویټ کې ویلي چې، د ایزیوم ښار له نیولو وروسته یې په دغه ښار کې ډله‌ییز قبرونه موندلي دي.

د خارکیف د سیمې د پولیسو سر پلټونکي سرهي بولوینوف سکای نیوز ته وویل، ځینو قربانیانو د توپونو د ویشتل کېدو او ځینو نورو په هوايي بریدونو کې ژوند بایللی دی.

رویټرز خبري اژانس وايي، د اوکرايیني چارواکو راپور تر دې دمه لا تأییدولی نه‌شي.

د موندل شويو مړو انځور

تر اوسه پورې روسیې په دې اړه غبرګون نه‌دی ښوولی.

د اوکرايین ولسمشر ولودومیر زلنسکي د دغو ډله‌ییزو قبرونو موندل کېدا د روسي ځواکونو جنګي جنایت بللی دی.

د اوکرايین ولسمشر پرون ایزیوم ښار او نورو بېرته نیول شویو سیمو ته لاړ.

ولسمشر زلنسکي تېر ماښام په یوه ویډیويي وینا کې وویل، روسیه باید د دغو وژنو په خاطر مسؤله وګڼل شي.

روسیې تر دې مخکې د ملکیانو وژل یا هر ډول جنګي جنایت رد کړی و.

د اوکرايین په شمال ختیځ کې د اوکرايیني ځواکونو د وروستیو ورځو له چټکو او پراخو پرمختګونو وروسته د دغه هېواد چارواکي وايي چې روسي پوځیان د خپلو دفاعي لیکو د پیاوړتیا هڅه کوي خو د هغوی لپاره به پرمختګ سخته وي.