امیري: د طالبانو نظریه په افغانانو تپل شوې

د افغان ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

د افغان ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، ښوونځيو ته له شپږم ټولګي د پورته نجونو د ورتګ بندیز په افغاني کلتور کې ریښې نه لري، بلکې دا د طالبانو نظریه ده چې پر افغانانو تحمیل شوې ده.

اغلې امیري پرون په خپل ټوېټ کې زیاته کړه، چې په ټول افغانستان کې والدینو، دیني عالمانو او خلکو په مکرر ډول ښوونځیو ته د نجونو د ستنېدو غوښتنه کړې ده.

ارزګان ته د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر نورالله منیر په خپل وروستي سفر کې ویلي چې د لرو پرتو سیمو خلک نه غواړي چې د دوی ۱۶ کلنې لوڼې ښوونځي ته ولاړې شي.

هغه زياته کړه، هڅه کوي داسې شرايط رامنځته کړي، چې خلک اعتراض ونه کړي او اصولي زده کړې پيل شي.

په پکتيا کې د نجونو څو لېسې او منځني ښوونځي چې په دې وروستيو کې پرانيستل شوي وو، د طالبانو له لوري يو ځل بيا تړل شوي دي او ورسره یې تازه غبرګونونه وپارول.