کابل کې د امنیتي پېښو دوام؛ خلک: طالبان د امنیت ټینګښت توان نه لري

کابل کې د تېر ماښام د چاودنې وروسته د یوه ویجاړ شوي موټر انځور

د طالبانو د حکومت امنیتي چارواکي وایي، په کابل کې د سپټمبر په لسمه د ښار لوېدیځه برخې دشت برچي سیمه کې دوو بېلابېلو چاودنو ۵ عام وګړي ټپیان کړي دي.

دا کس چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي، پرون شنبه د سپټمبر په لسمه نېټه د کابل ښار دشت برچي سیمه کې په چاودنه کې برسېرن ټپي شوی دی.

دغه کس اندېښنه ښیي چې ورځ بلې ته ناامني زیاتېږي.

هغه وايي: "موږ بیا هم په دشت برچي کې په بهار سرا سیمه کې د چاودنو شاهدان وو. موږ څو ځلې د دغه ډول چاودنو شاهدان یوو. دولت هم هېڅ د خلکو د اندېښنو پوښتنه نه کوي. موږ هم نور د دوی له ډېرو تسلیت ویلو اوغم شریکیوو ستړي یوو."

دا کس چې د ښوونځي زده کوونکی دی وایي، تر دې مخکې د کابل ښار دشت برچي سیمې د عبدالرحیم شهید په ښوونځي چاودنه کې هم سخت ټپي شوی و.

په دې اړه نور: طالبان او داعش د شیعه ګانو په وژنې تورن شول

د دشت سیمې یوه اوسېدونکې چې دا هم نه غواړي په راپور کې یې نوم او هم غږ خپور شي ازادي راډیو ته لیکلي: "په دې پېښو کې لس کسان ټپیان شوي. هغه څه چې موږ اندېښمن کړي یو دا دي چې وضعیت ورځ په ورځ خرابیږي، خو د طالبانو حکومت بې وسه دی، زموږ د خلکو امنیت نه شي نیولی."

دې اغلې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د افغانستان د خلکو د امنیت لپاره دې جدي پام وکړي.

د طالبانو د حکومت د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ بیا ازادي راډیو ته په لیکلي پیغام کې ویلي چې په پرونۍ دوو بېلابېلو پېښو کې ۵ کسان ټپیان شوي دي.

ځدراڼ د خلکو د اندېښنو په اړه لیکلي: "دښمن په قصدي ډول د عامو هېوادوالو منځ کې انفجار کوي څو نړۍ ته افغانستان د یوه بې امنه هېواد په حیث ور وپېژني. خو دا زموږ مسوولیت دی چې د وطن دښمن له پښو وغورځو وو چې د تر ډېره بریالي شوي یوو."

د دغو ترسره شویو پېښو پړه تر دې دمه کومې ډلې نه ده منلې.

خو تر دې مخکې د کابل په لوېدیځ کې پر هزاره افغانانو د ډېریو حملو مسوولیت داعش یا اسلامي دولت نومې وسله والې ډلې منلی و.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د کابل ښار د دشت برچي په ګډون د هېواد په اکثرو هزاره مېشتو سیمو کې خونړۍ چاودنې شوي چې لسګونه کسان یې وژلي او ټپیان کړي دي

د یادونې ده، چې مخکې تر دې د سپټمبر په نهمه د بخښنې نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یو استول شوي لیک کې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول لږکیو او مذهبي اقلیتونو د خوندیتوب په اړه اندېښنه ښودلې وه.

په دغه لیک کې راغلي و، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د داعش ډلې د خراسان څانګې له خوا د افغانستان پر مذهبي اقلیتونو لږترلږه یوولس خونړۍ حملې شوې دي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي و چې په دې حملو کې د افغانستان هزاره ګان، شیعه ګان، هندوان او سېکان په نښه شوي دي.