په کراچۍ کې د شاوخوا ۳۰۰ بندي افغانانو د خلاصون هڅې پیل شوي

د کراچۍ زندان

د طالبانو حکومت وایي، د هغو شاوخوا درې سوه افغانانو د خلاصون هڅې کوي چې پاکستاني پولیسو په کراچۍ ښار کې بندیان کړي.

پاکستان کې د ناقانونه اوسېدو په تور پولیسو سلګونه افغانان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي له څه باندې یوې میاشتې د کراچۍ ښار په یوه زندان کې بندیان کړي دي.

په خواله رسنیو د اګست په لومړۍ اوونۍ کې د نیول شویو ګڼو افغان ښځو او ماشومانو یوه ویډیوه خپره شوې وه.

اوس تر څه باندې یوې میاشتې وروسته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې شاوخوا درې سوه افغانان د پاکستاني پولیسو له لوري بندیان شوي او دوی یې د خوشې کولو هڅې کوي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د شنبې په ورځ رسنیو ته په یوه پیغام کې په دې اړه وویل: "یادو افغانانو سره په کراچۍ کې د افغان جنرل قونسلګرۍ د استازیو له ملاقات وروسته جوته شوه چې د وکیلانو له فیس پرته په هر بندي د محکمې له لوري ۱۰۰۰ کلدارې چې شاوخوا ۳۸۰ افغانۍ کېږي جرمانه راغلې. چې یو شمېر یې نن ( شنبه ) خوشې شوي او د پاتې نورو د خوشې کېدو پرېکړه به په را روانو ورځو کې ترسره شي."

تکل زیاته کړه چې په کراچۍ کې د افغان جنرل قونسلګرۍ چارواکي او د سفارت د کډوالو اتشه د سند ایالت له چارواکو سره په اړیکه کې دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند د چا او کومې ډلې د نوم له اخیستلو پرته تور ولګاوه چې ځینې خلک د بندي شویو افغان کډوالو په نوم پیسې ټولوي.

په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال وايي چې د ژوند د نورو ستونزو ترڅنګ د پولیسو له خوا ځورول کېږي او ډېری وخت پولیس له دوی څخه په زور پیسې اخلي.

دا مهال په پاکستان کې شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال مېشت دي، خو ډېری هغه کډوال چې راجسټر نه دي او د کډوالۍ کارتونه یې نه دي اخیستي، د پولیسو له لوري له ناوړه چلند څخه شکایت کوي.

د کډوالۍ د اسنادو له مخې په دغه هېواد کې درې ډوله افغان کډوال مېشت دي.

یوه ډله یې د ثبت شویو کسانو کارتونه لري، چې شمیر یې نږدې ۱.۳ میلیونه دی.

دویمه ډله یې محلي شناختي کارډ یا پېژندپاڼې لري، چې شمېر یې ۸۰۰ زره کسانو ته رسېږي او درېیم ډول یې غیر رسمي کډوال دي، چې شمېر یې له ۶۰۰ زرو څخه تر یو میلیون پورې اټکل شوی او پاسپورتونه یا نور د هویت څه رسمي اسناد نه لري.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ دفتر وايي، له نا راجستر شویو افغان کډوالو سره هم مرسته کوي او هغوی کولای شي چې د ستونزو په صورت کې ورسره اړیکه ونیسي.