د بخښنې نړیوال سازمان: افغانستان کې د بشري حقونو جدي سرغړونې کېږي

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو یو لاریون چې په تاوتریخوالي اوښتی

د بخښنې نړیوال سازمان د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا دایمي غړو ته یو لیک استولی او په هغه کې یې په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت سخته اندېښنه څرګنده کړې.

د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنېشنل د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا ته په خپل لیک کې، په افغانستان کې د بشري حقونو پر روان وضعیت سخته اندېښنه ښودلې ده.

په دې لیک کې چې پرون د سپټمر ۹مه خپور شو ویل شوي، هغه جرایم چې د نړیوالو قوانینو په اساس ممنوع دي په افغانستان کې زیات شوي، له بشري حقونو جدي سرغړونې کېږي او بشري بحران د پراخېدو په حال کې دی.

په لیک کې راغلي چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو حقوق په سیسټماتیک ډول ترپښو لاندې کړي او له شپږم د پورته ټولګیو زده کوونکو نجونو ته د تعلیم اجازه نه ورکوي.

ارشیف: په کابل کې د کار، ډوډۍ او زده کړې په تړاو د معترضو افغان مېرمنو د لاریون انځور

د ښځو د چارو د وزارت او د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون لغو کول او د ښځو پرمخ د امن د کورونو بندول نور هغه موارد دي چې پر طالبانو د بښنې د نړیوال سازمان انتقاد یې پارولی دی.

په لیک کې دا یادونه هم شوې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د داعش ډلې د خراسان څانګې له خوا د افغانستان پر مذهبي اقلیتونو لږترلږه یوولس خونړۍ حملې شوې دي.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې په دې حملو کې د افغانستان هزاره ګان، شیعه ګان، هندوان او سکان په نښه شوي دي.

دې سازمان په افغانستان کې د رسنیو وضعیت هم د اندېښنې وړ بللی او په خپل لیک کې یې ویلي چې د رسنیو کارکوونکي تر جدي سانسور لاندې دي.

د عفوې د نړیوال سازمان د افغانستان د برخې کمپاینرې سمیرا حمیدي بېګا آزادۍ راډیو ته وویل، د دوی هڅې به ترهغه وخته پورې روانې وي چې طالبان د نړیوالو د فشارونو په نتیجه کې د خپلې حکومتولۍ بڼه بدله کړي.

د عفوې د نړیوال سازمان د افغانستان د برخې کمپاینره سمیرا حمیدي

حمیدي وویل: "موږ پر طالبانو د نړیوالې ټولنې د فشار غوښتونکي یو. موږ د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو په توپیري او له تشدد ډکه ستراتیژۍ کې بدلون غواړو او د دې ډلې له خوا د بشري حقونو د سرغړونو پای ته رسېدل غواړو."

د عفوې نړیوال سازمان د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا ته په خپل لیک کې دا غوښتنه هم کړې چې له طالبانو سره د حساب کتاب په هدف یو نړیوال میکانیزم رامنځ ته شي.

د طالبانو حکومت په وار وار ویلي دي چې د افغانستان هر وګړي ته یې حقونه د شریعت په اساس ورکوي، خو دې څرګندونو یې ظاهرا تراوسه هېڅ نتیجه نه ده ورکړې ځکه د نړۍ هېڅ هېواد تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.