تر نیم میلیون ډېر افغان ماشومانو سره د شري ضد واکسین مرسته کېږي

ارشیف

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا یونېسف نن وویل چې تر نیم میلیون ډېر افغان ماشومانو ته د شري پر ضد واکسین ورکوي.

د ملګرو ملتونو پر اساس، دا کمپاین به د روغتیا د نړیوال سازمان په همکارۍ او د جاپان په مالي مرسته ترسره شي.

یونېسف هیله لري چې د واکسیسناسیون د دې کمپاین د تطبیق په وسیله به د شري ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیسي.

د روان میلادي کال په لومړیو درو میاشتو کې د افغانستان په څه باندې شلو ولایتونو کې د شري تر ۲۵ زره ډېرې پېښې ثبت شوې او له کبله یې د ۱۸۶ تنو مړینه هم تایید شوه.