ملګرو ملتونو طالبان د نجونو زده کړو برخه کې د بشري حقونو په نقض تورن کړل

په فراه کې د نفیسې توفیق میرزايي د نجونو یو بند شوی ښوونځی

د ملګرو ملتونو سازمان وایي، له زده کړو د نجونو راګرځول د ښځو او نجونو د بشري حقونو تر پوښو لاندې کول دي.

د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری ورکوي، چې د نجونو په مخ د ښوونځیو تړل پاتې کېدل به د نجونو او ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه لا زیاته او په اوږد مهالي کې له کاره د ښځو بې برخې کېدل به لوږه لا ډېره کړي.

دغه سازمان په یوه تازه ټوېټ کې لیکلي، چې د زده کړو له حقه د نجونو بې برخې کېدل د دوی د بشري حقونو نقض دی او نجونې او ښځې په ټولنه کې ګوښه کوي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان پخوانۍ ځانګړې استازې دیبورا لاینز، چې په دی وروستیو کې یې په افغانستان کې د کار موده پای ته رسېدلې، د دغه سازمان د رسنیو له برخې سره په مرکه کې طالبان د ښخو د حقونو په برخه کې د خپلو ژمنو په نقض تورنوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان پخوانۍ ځانګړې استازې دیبورا لاینز

لاینز وویل: "دا شخصاً زما لپاره تر ټولو ستره تراژیدي وه، ځکه موږ په لومړیو کې له طالبانو دا اورېدلي وو چې دوی به د ښځو حقونو ته درناوی کوي، دوی به نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه ورکوي، دوی به ښځو ته ان په عامله ادارو کې د کار اجازه ورکوی، خو د وخت په تېرېدو سره تاسو ولیدل چې دا تشې خبرې وې."

لاینز د ښځو په ګډون د یوه پراخ بنسټه حکومت نه جوړېدل د اندېښنې وړ بولي او ټینګار کوي، چې د زده کړو له حقه د نجونو بې برخې کول او د ټولو افغانانو په ګډون د یو پراخ بنسټه حکومت نه جوړول به افغانستان په نړیواله کچه منزوي کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دغه لوړ پوړې پخوانی ډیپلوماته وایي، اوسمهال د حجاب او ځینو نورو مسایلو په اړه د طالبانو حکومت د پرېکړو له امله ډاکټرانې، مدافع وکیلانې، څارنوالانې له کار بې برخې شوي او پر کور ناستې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له شپږم ټولګي پورته زده کونکې هم د خپل برخلیک په اړه اندېښنه ښیي او له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وایي، چې د ښوونځیو د پرانیستل کېدو ځڼډېدل ښیي، چې د طالبانو حکومت د دوی د تعلیم له حق سره سیاسي چلند کوي.

ارشیف: په کابل کې د زرغونې عالي لېسې مخې ته د زده کوونکو ګڼه ګوڼه

له دې نجونو یوې یې ازادۍ راډیو ته وویل چې له ښوونځي څخه په پاتې کېدو سره احساس کوي چې په راتلونکي کې به د خپلې کورنۍ د اوږو بار وي.

هغه زیاتوي: "زما نوم عایشه ده. له مکتب څخه تر فارغېدو وروسته زما پلان دا و چې ډاکټره شمه او خپل هېواد او خلکو ته خدمت وکړم، خو له مکتب څخه په پاتې کېدو سره د خپلې کورنۍ د اوږو بار شومه، ځکه زه به ونه کړای شم چې له خپلې کورنۍ سره د اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو کې مرسته وکړم."

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د برخلیک په اړه د ملګرو ملتونو د اندېښنو په تړاو د طالبانو حکومت نوی دریځ راواخلي، خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد او د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان د راپور تر لیکلو ځواب ورنه کړ.

په افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو سره له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي دي، که څه هم په دې اړه په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه ښودل شوي، خو د طالبانو حکومت یې تر اوسه د پرانیستلو په تړاو کوم اقدام نه دی کړی.