مسکو کې زرګونه کسانو د 'میخایل ګورباچوف' مړي ته درناوی وکړ

د میخایل ګورباچوف مړي ته د درناوي له مراسمو یو انځور

نن په مسکو کې په زرګونو کسان په کتارونو کې ولاړ وو څو د پخواني شوروي اتحاد وروستي مشر میخایل ګورباچوف ته وروستی درناوی وړاندې کړي.

میخایل ګورباچوف په شوروي اتحاد کې هغه سختو اصلاحاتو باني و چې د سړې جګړې له پای ته رسولو سره یې مرسته وکړه.

نن په مسکو کې زرګونو کسانو د پخواني شوروي اتحاد وروستي رهبر میخایل ګورباچوف مړي ته درناوی وړاندې کړ.

په دې مراسمو کې د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین غیابت د پام وړ و، د څه په اړه چې کرملین ویلي د پوتین بوخت مهالوېش ددې سبب شو چې د ګورباچوف د تدفین په مراسمو کې ګډون ونه کړي.

د ګورباچوف په مړینه ویرجن د مسکو د په هغه تاریخي تالار کې د ګورباچوف له پرانیستي تابوت څخه چې د تشریفاتي ګارډ ورته ولاړ و او د روسیې په بیرغ کې پوښلی و تېر شول.

د ګورباچوف لور ایریینا او دوه لمسیانې یې د هغه له تابوت سره ناستې وې.

نوموړی له اوږدۍ ناروغۍ وروسته د اګست به ۳۰ مه نېټه د ۹۱ کلونو په عمر ومړ.

میخایل ګورباچوف

ګورباچوف په ۱۹۸۵م کال کې د کمونیست ګوند او شوروي مشرتابه ته ورسېده او د شپږو کلونو لپاره یې چې له لوړو ژورو ډک وو د پخواني شوروي اتحاد رهبري وکړه.

دا هماغه کلونه چې په کې د برلین دیوال ونړېده، ختیځ او لویدیځ جرمني سره بېرته یوځای شول او بالاخره شوروي اتحاد وپاشل شو.

ګورباچوف د شوروي د رهبر په توګه له افغانستان څخه هم د شوروي ځواکونو د ایستلو پرېکړه وکړه.

په مسکو کې د افغانستان د پخواني حکومت سفیر حبیب منګل ازادي راډیو ته وویل، ګورباچوف په افغانستان کې د شوروي ځواکونو موجودیت بې ګټې باله او د دې لپاره چې لویدیځ سره اړیکې ښې کړي له افغانستان څخه یې شوروي ځواکونه وویستل.