د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

حبیب منګل: ګورباچوف غوښتل شوروي اتحاد وساتي خو اصلاحات په کې راولي


د پخواني شوروي اتحاد رهبر میخایل ګورباچوف، د افغانستان د خلق د ډیموکراټیک ګوند د عمومي منشي او هغه وخت د افغان رژیم له مشر ببرک کارمل سره په کرملین کې تر خبرو مخکې د روغبړ په حال کې . عکس د ۱۹۸۵ م کال د مارچ په ۱۴ مه نیټه اخیستل شوی
د پخواني شوروي اتحاد رهبر میخایل ګورباچوف، د افغانستان د خلق د ډیموکراټیک ګوند د عمومي منشي او هغه وخت د افغان رژیم له مشر ببرک کارمل سره په کرملین کې تر خبرو مخکې د روغبړ په حال کې . عکس د ۱۹۸۵ م کال د مارچ په ۱۴ مه نیټه اخیستل شوی

حبیب منګل هغه مهال چې ګورباچوپ د پخواني شوروي اتحاد د مرکزي کمیټې منشي و په مسکو کې د افغانستان د سفیر په توګه دنده ترسره کوله. هغه وايي چې ګورباچوف سره یې تر هغې پنځه میاشتې مخکې چې نوموړی د پخواني شوروي اتحاد عمومي منشي شي لیدنه درلوده. د حبیب منګل په وینا په دې لیدنه کې ورته ګورباچوف ویلي وو چې شوروي اتحاد په سیاسي اقتصادي، حکومتولۍ او د بهرنیو اړیکو په برخو کې اصلاحاتو ته اړتیا لري. خو ښاغلی منګل زیاتوي چې د ګورباچوف له خبرو داسې ښکاریده چې شوروي اتحاد ساتل غواړي.

هغه وايي ګورباچوف ورسره په هغه لیدنو کې چې ده ورسره په مسکو کې د افغان سفیر په توګه درلودې د شوروي اتحاد د کمونیست ګوند د ځینو نورو غړو په څیر د افغانستان جګړه بې ګټې بلله، او غوښتل یې چې په افغانستان کې باید شوروي خپل نظامې حضور پای ته ورسوي خو ټینګار یې کاوه چې په د افغانستان د هغه وخت له حکومت سره به اقتصادي او سیاسي ملاتړ ته دوام ورکوي.

منګل په دي مرکه کې ازادي راډیو ته ویلي چې ګورباچوف غوښتل له لویدیز سره اړیکې ښې کړې او د همدې لپاره یې هم غوښتل افغانستان کې د شوروي نظامي حضور پای ته ورسوي، ځکه چې د ښاغلي منګل په وینا په افغانستان کې د شوروي ځواکونو حضور له لویدیز سره د اړیکو د ښه کیدو په وړاندې یو خنډ و.

دا مرکه دلته اوریدلی شئ

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:01 0:00

XS
SM
MD
LG