افغانستان کې سېلابونه او زيانونه؛ طالبانو پر نړيوالو د مرستې غږ کړی

افغانستان کې وروستي سېلابونه

په داسې حال کې چې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې (اوچا) ویلي، ملګرو ملتونو او شریکانو یې په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره اړینې مرستې کړي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا، په طبیعي پېښو کې له زیانمنو افغانانو سره په نړیوالو د مرستې غږ کړی دی.

سره له دې چې د طالبانو حکومت د هغو ستونزو له امله چې نړیوالو ورته تل د انتقاد ګوته نیولې ده، تر اوسه د هیڅ هېواد له خوا په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی، خو دوی د طبیعي پېښو زیامنو سره له نړيوالو مرسته غوښتې.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یو کنفرانس رابللی، چې د دوی په خبره نړیوال و.

که څه هم د ګډنوالو په اړه یې دغه وزارت ډېر جزیات نه‌دي ورکړي، خو په بلنلیک کې یې لیکل شوي و چې، په افغانستان کې د نورو هېوادونو د سفارتونو او نړیوالو سازمانونو استازي به په‌کې ګډون وکړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي کنفرانس ته د خبرو پر مهال وویل، چې نړيوال بشري بنسټونه باید د افغانستان د خلکو اوسنی حالت درک او دوی سره د مرستې لپاره لاس په کار شي.

نوموړي دغه شان وویل، د دوی حکومت نوی دی او نه‌شي کولای له دې وروسته له طبعي پېښو زیانمن شویو سره مرستې وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي.

ښاغلي متقي ويلي: "زموږ حکومت نوی دی او په دې یو کال کې هغې کچې ته نه دی رسېدلی چې په یوازې ځان دومره دروند بار اوچت کړي، له دې امله له نړېوالې ټولنې او نړېوالو خیریه بنسټونه څخه هیله لرو چې په دې سخت وخت کې زموږ د افت ځپلي ولس لاس‌نیوی وکړي، د اسلامي امارت ټولې ادارې په خپلو اړوندو برخو کې هر ډول همکارۍ ته اماده دي."

ښاغلي متقي دغه شان له نړېوالو وغوښتل، چې پر دوی بندیزونه لرې او کنګل شوې شتمنۍ یې ورخلاصې کړي.

په دغه کنفرانس کې د یوناما د بشري مرستو همغږی کونکی رامز اکبروف هم روان کال په افغانستان کې د طبعي پېښو له اړخه خونړی یاد کړ او په دې برخه کې یې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.

نوموړي وويل: "اجازه راکړئ چې زه ووایم، موږ د افغانستان له خلکو سره ولاړ یو او خپلو همکاریو ته دوام ورکوو، موږ د ۱۹۳ نورو سازمانو سره په ګډه خپلو مرستو ته دوام ورکوو او هڅه کوو چې د مرستې لپاره نورې زمینې هم برابر کړو."

يوناما تر دې مخکې هم افغانانو سره د مرستې غوښتنه کړې وه.

د یادونې ده، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږې کوونکې ادارې (اوچا) ویلي، په افغانستان کې روان ۲۰۲۲ کال د سختو ورښتونو او سېلابونو په نتیجه کې دونیم سوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له سل زرو زیات کسان یې اغېزمن کړي دي.

اوچا په یوه ټویټ کې ویلي، ملګرو ملتونو او شریکانو یې له ځپل شویو ۸۵ زره کسانو سره د خوراکي موادو، خېمو، روغتیایي خدمتونو، اوبو، د حفظ الصحې کیټونو او نورو اړینو وسایلو مرستې کړې دي.

سره له دې چې طالبان د بشري مرستو په برخه کې خپلې کړنې بریالۍ یادوي خو یو شمېر له طبعي پېښو زیانمن شويو بیا ازادي راډیو ته وویل، چې دوی تر اوسه اړینې مرستې نه دي ترلاسه کړي.

"زموږ کورنه د سېلابونو له امله له‌منځه تللي دي "

د لوګر ولایت يو اوسېدونکی وايي: "زموږ کورنه د سېلابونو له امله له‌منځه تللي دي خو تر اوسه مو له هیڅ یوې نړېوالو او ملي ادارې نه مرستې نه دي ترلاسه کړي."

يو بل کس چې د لوګر ولايتی او د سېلابونو له امله زيانمن شوی دی ازادي راډيو ته وويل: "ورستیو سېلابونو کې زموږ ټول کورنه ویجاړ شو، هیله مو ده چې نړېوال خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي او موږ ته سر پنا جوړه کړي."

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د روان میلادي کال د جون میاشتې له ۲۲مې د اګسټ میاشتې تر ۲۷ مې پورې ورستیو زلزلو او سېلابونو ۱۵۷۰ کسه مړه او له ۵ زرو زیات یې ټپیان کړي.

په دې اړه نور: د خوړو نړيوال پروګرام: له ۲۷۰۰۰ سېلاب ځپلو سره مو مرسته کړې

په دغو پېښو کې یو ملیون کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او همدا راز ۱۸ زره کورونه ویجاړ شوي دي.

دغه شان په وروستیو طبعي پېښو کې شاوخوا ۵۱ زره څاروي مړه شوي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دې ټولو اقتصادي تاوان ۲ میلیارده ډالره اټکل کړي او راتلونکې کې یې په ورته پېښو کې د زیانونو د مخنیوي لپاره د ۳۲۲ میلیونو ډالرو مرستو غوښتنه کړې ده.