د طالبانو حکومت: تېره يوه مياشت کې تر ۱۷۰ ډېر کسان د سېلابونو له امله مړه شوي

لوګر کې وروستي سېلابونه

له پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، په تېره یوه میاشت کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې تر ۱۷۰ ډېر کسان په سېلونو کې مړه شوي او تر ۲۵۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.

د سېلونو له کبله تر ټولو وروستۍ ویجاړوونکې پېښه د شنبې په ورځ د لوګر ولایت په خوښۍ ولسوالي کې وشوه چې په لړ کې یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې د وزارت وياند مولوي محمدنسیم حقاني ازادي راډیو ته وویل: "د هوا پېژندنې د ادارې د اټکلونو مطابق په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې بارانونه ورېدلي چې د هغو له امله زیات سېلابونه راغلي؛ دا سېلونه زیات زورور په ننګرهار، لوګر میدان وردګ او لغمان ولایتونو کې وو او متاسفانه په لوګر ولایت کې یې زموږ ۲۰ هېوادوال شهیدان او ۳۰ نور ټپیان کړي دي."

ښاغلي حقاني همدا راز وویل چې دوی پرون د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ له سېلاب ځپلیو سره د خېمو او نورو ضروري شیانو مرسته وکړه.

سېلابونو په وروستيو کې خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زيانونه واړول.

خو اکثره سېلاب ځپلي وايي، په داسې حال کې چې کورونه یې نړېدلي، فصلونه یې له منځه تللي او د کور وسایل یې سېل لاندې کړي لازمې مرستې ورسره نه دي شوي او له نړیوالو مرستندویانو غواړي چې له دوی سره فوري مرسته وکړي.

د وروستیو سېلونو له کبله چې د کال په دې وخت کې د معمول خلاف بلل کېږي، لسګونه زره جریبه کرنیزه مځکه او سلګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

دغه راز سېلونو د پلونو، پلچکونو او سړکونو په شان بنیادي تاسیساتو ته هم سخت زیانونه اړولي دي.

د اروزګان او زابل ولایتونو اوسېدونکي وايي، هسې هم د وچکالۍ له کبله سږ کال د دوی ځمکو ښه حاصل نه درلود خو هغه څه ته چې یې هیله وه، هغه سېلونو یوړه.