کابل کې خلکو ته د طالبانو خبرداری: د لمانځه لپاره جوماتونو ته حاضر شئ

ارشيف

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د کابل ښار د اوومې حوزې اوسېدونکو ته جدي خبرداری ورکړی چې د لمانځه لپاره جوماتونو ته حاضر شي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې، چې ۵ مادې لري، لومړی ویلي چې د جمعو په ورځو دې ټول دوکانداران خپل دوکانونه د غرمې په دولس نیمو بجو بند کړي او جومات ته حاضر شي.

دوی دغه راز دوکاندارانو ته امر کړی چې پنځه وخته لمونځونه په جماعت وکړي او د لمانځه پر مهال دوکانونه بند کړي.

د خبرپاڼې په درېیمه ماده کې ویل شوي چې مقتدیانو ته باید په جومات کې د لمانځه فرایض او واجبات بیان شي او د لمانځه سم تلفظ وښودل شي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په عین حال کې خبرداری ورکړی چې که چا دا اوامر ونه منل قانوني چلند به ورسره کېږي او څوک به د شکایت حق هم نه‌لري.

خو د دغه وزارت وياند عاکف مهاجر ازادي راډیو ته وویل چې دوکاندارانو ته یوازې توصیه شوې ده.

د امر باالمعروف وزارت وياند عاکف مهاجر

نوموړي وويل: "ځینو ځایونو ته مکتوبونه لېږل شوي دي او خلکو ته توصیه شوې چې د لمانځه پر وخت جمع ته حاضر شي په تېره بیا دوکاندارانو ته ویل شوي؛ دا خلکو ته توصیه ده. نو دا چې لمونځ فرض دی او د جُمعې د لمانځه په اړه په قرانکریم کې ښکاره نص راغلی دی."

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف وزارت یو وار بیا ویلي چې د واده په مراسمو کې دې ساز او سندرې نه غږول کېږي او د کرایې لوښو دوکانونه دې هغو ودونو ته خپل لوښې په کرایه نه ورکوي چې هلته ساز غږول کېږي.

طالبانو تر دې مخکې په ولايتونو کې هم خلکو ته په جدي ډول جومات ته د ورتلو او د ږيري د پرېښودلو امر کړی و.

طالبانو له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پورې د خپل حکومت په لومړۍ دوره کې هم دې ته ورته اقدامات عملي کول خو په وروستیو کلونو کې یې ویل چې نور د پخوا په شان سخت‌دریځي نه دي او که واک ترلاسه کړي د پخوا په شان به له زوره کار نه اخلي خو په تېر یو کال کې طالبان هماغسې تګلاره په تدریجي ډول عملي کوي چې د حکومت په لومړۍ دوره کې یې اجرا کړې وه.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د کندهار په غونډه کې وویل چې د شریعت د پلي کولو لپاره تیار دی چې یو وار بیا له امریکا سره وجنګېږي.

د اسلامي هېوادونو اکثره دیني عالمان د شریعت له هغه تعبیر سره، چې طالبان یې لري، موافق نه دي.